Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د انټرنیټ له لارې د اداري طرزالعملونو ترسره کولو کې مرسته ترلاسه کول

د .....................سره Permanences numériques

د.........لخوا وړاندیز شوي CCAS Rennes ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د مسلکي کسانو په لرلو سره د مرستي دفترونه لاندې خدمات وړاندې کول:

  • د کمپیوټر او انټرنیټ په کارولو کې ستاسو سره مرسته کوي (یو بریښنالیک استول، یو سند سکین کول، سند چاپ کول، او داسې نور)
  • تاسو سره ستاسو د اداري پروسیجرونو آنلاین بشپړولو کې مرسته کوي (پریفیکتور، کاف CAF، ټولنیز امنیت، ANTS، او نور).

په رین (Rennes) کې 3 ځایونه شتون لري (نقشه وګورئ)، پرته د ملاقات وخت اخیستلو څخه ټولو ته خلاص دي.

مهمه یادونه: مسلکیان وکیلان نه دي او نشي کولی تاسو سره په قانوني مسلو او قضایاو کې مرسته وکړي.
ولې ستاسو د وضعیت سره سم، دا ممکنه ده چې تاسو د نورو مسلکیانو سره په اړیکه کړي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ د بېلا بېلو طرزالعملونو ترسره کولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړئ:

  • په فرانسه کې د بهرنیانو لپاره د ANEF په ویب پاڼه کې د استوګنې د اجازې غوښتنلیک او نوی کول، د پتې بدلول، د سفر اسناد او نور
  • د استوګنې جواز ترلاسه کول، ریسپسي نوي کول، د ایل او ویلین پریفیکتور (Préfecture d’Ille-et-Vilaine) ویب پاڼه کې د ملاقات وخت اخیستل
  • د بهرني لیسنس یا موټړ چلولوجواز تبادله، د موټر چلولو جواز لپاره غوښتنلیک یا د فرانس تتخ (France Titres) کې د موټر جواز سند (carte grise) ثبت کول.
مهمه یادنه: مسلکي کسان د ادارې ځای نه نیسي، دوی تاسو سره مرسته کوي چې پوه شي او ټول طرزالعملونه په سمه توګه ترسره کړئ.
دا ممکنه نه ده چې د ویزې، د کورنۍ بیا یوځای کیدو یا د کورنۍ فرانسي ته راوستلو د غوښتنې لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ په کمپیوټر یا تلیفون کې د بېلا بېلو کړنو ترسره کولو لپاره توضیحات وغواړئ:

  • د بریښنالیک ادرس جوړول، پیغامونه استول او لوستل
  • د اداري یا شخصي پروسیجرونو لپاره پیغامونه لیکل
  • سندونه سکین کول او استول
  • سندونه او مهم اسناد چاپ یا پرنټ کول
  • په ویب پاڼه یا غوښتنلیک کې شخصي فولډر یا دوسیه جوړه ول
  • آنلاین فورمه ډکول
  • آنلاین یا په اپلیکیشن کې د ملاقات وخت اخیستل
مهمه یادونه: دا ممکنه نه ده چې د لیکونو لیکلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ.

د لاندې موضوعاتو تشریح کولو لپاره په ګروپ یا انفرادي ډول ورکشاپونه:

  • څنګه آنلاین تادیه یا پیس ورکړئ
  • څنګه ګرځنده تلیفون په سمه توګه وکاروئ
  • په ګوګل ډرایو کې د اسنادو ذخیره کولو او شریکولو څرنګوالی ...

شته موضوعات دلته کتلای شئ.

څنګه یې وکړو ؟

  1. په لاندې نقشه کې پته وګورئ او خپل نږدې ځای غوره کړئ
  2. د دې سند له لارې پروګرام دلته وګورئ
  3. مستقیم سایټ ته لاړ شئ.

Lieu d'accueil

42 cours J.F. Kennedy, 35000 Rennes, France

12 bis rue Guy Ropartz, 35700 Rennes, France

15 rue Louis et René Moine, 35200 Rennes, France

Chargement de la carte...

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • ccas35ایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • omar1302د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • hendد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles