Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.
DispositifفرانسویPré-formation Objectif Emploi Vers les métiers de l’hôtellerie restauration (74 - Haute-Savoie)

مهم معلومات

د .....................سره Pré-formation Objectif Emploi Vers les métiers de l’hôtellerie restauration

Weavers France
د.........لخوا وړاندیز شويWeavers France

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 4 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 5 ورځې هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

دا چېرته دی ؟

په انیسي (Annecy) کې روزنه ترلاسه کول او دنده موندل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 8 mois

د لاندې خدماتو سره د هوټل یا رستورانت صنعت کې د دندې موندلو لپاره د 15 اونیو برنامه:

  • د مسلکي فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه
  • د دندې موندلو لپاره لارښوونې
  • د معلوماتي یا ډیجیټل ټکنالوجۍ پیژندنه او ابتدایي زده کړه
  • د انساني او مسلکي وړتیاوو د پراختیا لپاره فعالیتونه
  • په یوه شرکت کې د 3 اونیو مسلکي زده کړه.

شته دندې : ویټریا سرویتور، آشپز، د پخلنځي مرستیال، په ریستورانت کې څو اړخیزه کارمند (پولي ولانت)، ښځه یا به هوټل کې پاکاري کونکی.

یادونه: روزنه وړیا او معاوضه ده (تاسو پیسې ترلاسه کوئ).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • ستاسو د شفاهي او لیکلي فرانسوي کچه ښه کول (تخنیکي لغتونه، په کار کې اړیکه، او نور)
  • په مسلکي او کاري چاپیریال کې د ډیجیټل وسایلو (کمپیوټر، انټرنیټ...) کارول زده کول.
  • خپلو شخصي او مسلکي ځانګړتیاوو ته وده ورکول
  • په کاري چاپیریال کې د ښه او مناسب چلند زده کول.
  • د شرکت په اړه خپلې پوهې ته وده ورکول: د لارښوونو درناوی، روغتیا او خوندیتوب اقدامات، او داسې نور.
  • په کار کې د خپلواک کیدو په اړه زده کول.
یادونه: د روزنیزې دورې په پای کې به تاسو د ترلاسه شوي زده کړې تصدیق کولو لپاره د روزنې بشپړولو سند ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

  1. دا فورمه آنلاین ډکه کړئ
  2. په هیرمنیت (Herminette) کې په دې پته (5 Côte Saint Maurice, 74000 Annecy) یا د فرانس تخوی (France Travail) سره په دې پته کې (127 avenue de Genève, 74000 Annecy) د ویورز (Weavers) په ډله ایزه معلوماتي غونډه کې برخه واخلئ.
  3. د تلیفون له لارې مرکه ترسره کول ترڅو معلومه کړای شي چې تاسو په برنامه کې د ګډون لپاره غوښتل شوي شرایط پوره کوئ
  4. ستاسو د کچې ارزولو لپاره فرانسوي ازموینه ترسره کول
  5. که ستاسو د فرانسوي کچه ښه وي، تاسو به د انفرادي هڅونې مرکه ترسره کړئ
مهمه یادونه: په روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د استوګنې جواز یا رسید ولرئ چې تاسو ته په فرانسه کې د کار کولو اجازه درکوي
- د کار په لټه کې اوسئ او د فرانس تخوی سره ثبت شوي یاست
- لږترلږه په شفاهي او لیکلي توګه د فرانسوي ژبې A1 کچه ولرئ
- غواړي په انیسي (Annecy) کې په هوټل یا رستورانت کې کار وکړئ.
یادونه: که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ د بریښنالیک له لارې د دې پروګرام استازو سره اړیکه ونیسئ:
- انیټ نګوټ(Annette NUGUET)- د مسلکي روزنې دمخه پروژې مدیر annette@weaversfrance.org
- اوډیل سوزیټ (Odile SAUZEAT) - د ټولنیز - مسلکي ملاتړ مسؤول odile@weaversfrance.org
د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
weaversweaversد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
masoodmasoodد صفحي پورته برخه
mohieddinmohieddinد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه