Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کار موندلو لپاره فرانسوي زده کړئ

د .....................سره Français "vie professionnelle"

د.........لخوا وړاندیز شوي Association RÉPONSE ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د لاندې موخو لپاره د فرانسوي زده کړې کورسونه او د مسلکي ټیم لخوا ملاتړ:

  • په ورځني او مسلکي ژوند کې په شفاهي او لیکلي ډول ښه اړیکه نیول
  • په فرانسه کې د کار نړۍ او هغه جوړښتونه پیژندل چې تاسو سره د دندې موندلو کې مرسته کولی شي
  • د کار موندلو لپاره د بېلا بېلو وسایلو زده کول.

روزنه د 2 میاشتو لپاره په اونۍ کې د 18 ساعتونو زده کړې وړاندې کوي.

مهمه یادونه: د دې روزنې بشپړولو لپاره، تاسو باید:
- په فرانسه کې له 5 کلونو څخه لږ وخت راهیسي ژوند کوئ او د اوسیدو اجازه لري
- د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) لاسلیک کړی او د اوفي OFII سره مو د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه بشپړ کړي وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د سوداګرۍ لغتونه
  • د ساختماني په برخه کې د شخصي محافظتي تجهیزاتو (PPE) اړوند لغتونه
  • د ورځې او کاري ځای تنظیم کول
  • د شخصي او مسلکي ژوند تنظیم
  • د روزنې مرکزونو، خصوصي شرکتونو، ادغام شرکتونو څخه لیدنه
  • د څو مسلکونو وړاندې کول
  • د فرانسې د جمهوریت ارزښتونه.

  • هغه جوړښتونه چې د نانسي شاوخوا کار یا روزنه وړاندې کوي
  • د دندې موندنې اړوند غوڼدي (فورم، د کارموندني ناستي)
  • د فرانس تخوی او د شمولیت یا کار موندنې پلیټ فارم کارول (د کار وړاندیزونو لټون، تازه معلومات، او نور)
  • په کمپیوټر کې د سي وي CV لیکل
  • د انګیزه لیک لیکل او تطبیق کول
  • د یو کارمند سره د تلیفون له لارې اړیکه نیول او خبرې کول.

  • ډله ایز او انفرادي مشورې
  • د کار مرکې لپاره چمتو کول.

څنګه یې وکړو ؟

د یو مسلکي (ستاسو ټولنیز کارمند، د فرانس تخوی مشاور، د ځایي ماموریت یا کاف CAF استازي، ټولنیز مرکز یا د استوګنې مسؤول، او داسې نور) څخه وغواړئ چې د نوم لیکنې فورمې ترلاسه کولو لپاره د RÉPONSE ټولنې یا اسوسیشن سره اړیکه ونیسي:

یادونه: د روزنې پیل کولو دمخه، ستاسو د فرانسوي کچې او ستاسو شخصي وضعیت په اړه د معلوماتو او ارزونې لپاره انفرادي ناسته ترسره کیږي.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، د ټولنې دفتر په په لاندې پته موقعیت لري:

8 bis rue de Venise، 54500 Vandoeuvre-lès-Nancy


دفتر د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې خلاص دی.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • xavidumاډمین
  • sabrina_asp_fleایډیټر او کره کتونکی
  • kliد صفحي پورته برخه
  • mohieddinد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • na-en77د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles