Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي زده کړئ او خپلواک شئ

د .....................سره Français langue d'intégration et professionnelle

د.........لخوا وړاندیز شوي CFP Presqu'île ...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه:

  • د ورځني او مسلکي ژوند شرایطو کې اړیکه نیول
  • مسلکي ژوند ته د ننوتلو لپاره چمتو کول.
مهمه یادونه: د دې روزنې بشپړولو لپاره، تاسو باید:
- په فرانسه کې د کار کولو اجازې سره ریسپسي یا د استوګنې جواز ولرئ
- یا د اوفي OFII سره CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي
- یا د کار یا کارمند په لټه کې اوسئ (د شرایطو سره)
- یا د سینټ-نازیر په شاوخوا کې په یوه ښار کې ژوند کوئ
- یا د ایغیسا RSA ګټه اخیستونکی اوسئ.
ستاسو د وضعیت پراساس د توضیحاتو لپاره د روزنې مرکز سره اړیکه ونیسئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • ښې خبرې کول، پوهیدل او لیکل
  • دا زده کول چې څنګه خپل ځان او بل کس معرفي کړئ
  • د مهمو موضوعاتو په اړه په شفاهي او لیکلي ډول اړیکه نیول: کورنۍ، کور، روغتیا، سفر، تعلیم، کلتور، کار.

  • د ستاج یا عملي کار لټون کول: د انګیزه لیک لیکل، د بریښنالیک له لارې د ستاج لپاره غوښتنه کول
  • دا زده کول چې څنګه خپل غوښتنلیک مستقیم شرکتونو ته وړاندې کړئ.
مهمه یادونه: د روزنې په جریان کې، په فرانسه کې د کار نړۍ په اړه د پوهیدو لپاره د 1 اونۍ ستاج شتون لري.

د فرانسوي ازموینې او ارزونو له لارې به تاسو لاندې کچې په رسمي ډول ترلاسه کړئ:
- کچه A1 (پیل کونکی)
- یا A2 کچه (منځنۍ)
- یا کچه B1 (خپلواکه).

د روزنې په پای کې، تاسو به د خپل فرانسوي کچې سند ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

هغه مسلکي چې ستاسو ملاتړ کوي (ټولنیز کارمند، اوفي OFII یا د ځايي ماموریت استازی، د فرانس تخوی مشاور (پخوانی پولي امپلوا Pôle Emploi)، او داسې نور) باید دا سند بشپړ کړي او د روزنې مرکز ته یې واستوي.

بیا به تاسو په یوه معلوماتي ناسته او مرکه کې د ګډون لپاره بلنه ترلاسه کړئ.

یادونه: دا روزنه په سینټ نزایر(Saint Nazaire)، ریز (Rezé)، لا روش سور یون (La Roche sur Yon) کې تنظیم شوې.
پروګرام او نیټې په دې ویب پاڼه کې دي.

  • په ریز (Rezé) کې د روزنې لپاره : سانډرین جیورجون (Sandrine GEORJON)، 0240089550 یا polelangue@cfp-presquile.com
  • په سینټ نزییر (Saint Nazaire) کې د روزنې لپاره : ایمانویل کونویرس (Emmanuelle CONVERS) 0240881940 یا pln@cfp-presquile.com
  • په لا روش سور یون (La Roche sur Yon) کې د روزنې لپاره : مایکل بیهاریولو (Michael BEHARIVELO) 07 84 24 55 61 یا m ichael.BEHARIVELO@cfp-presquile.com

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • xavidumاډمین
  • cfppresquileایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
  • nora42د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • chiltonد صفحي پورته برخه
  • jmath57د صفحي پورته برخه
  • domitilleد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles