مهم معلومات
د .....................سره PIAL (Parcours d'intégration par l'apprentissage de la langue)
د.........لخوا وړاندیز شويMission locale du bassin d'emploi d'Epinal
په نښه شوي خلک
خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2
ځانګړي خلکځوانان
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهزیات نه زیات 6 میاشت
د ګډون کچهزیات نه زیات 7 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېسه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه
دا چېرته دی ؟
فرانسوي ژبي زده کړئ او خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ
دا څه دي ؟
د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره شخصي ملاتړ د لاندې موخو لپاره:
- فرانسوي زده کول
- د کار یا روزنې لټون کول
- د ورځني ژوند په چارو کې مرسته ترلاسه کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- په لیکلي او شفاهي توګه ښه اړیکه نیول
- دا زده کول چې څنګه خپل ځان معرفي کړئ.
- ستاسو د ګټو او د شرکتونو لخوا د غوښتل شويو دندو او رشتو پراساس یوه ریښتینې او د لاسته راوړلو وړ پروژه موندل
- د مسلکي نړۍ په اړه د پوهیدو لپاره ستاجونه یا عملي کار
- په نقل او حرکت کې مرسته: ټرانسپورټ، ترافیکي قوانینو کوډ او د موټر چلولو جواز...
- د پاملرنې متخصصینو سره لیدنه کول او له دوی څخه پوښتنې کول
- ستاسې د شخصي او مسلکي وضعیت د ارزونې لپاره منظمې ناستې ترسره کول
- د ګټورو موضوعاتو په ورکشاپونو کې ګډون کول.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ د ملاقات وخت ونیسئ یا د برنامې په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړئ:
- د تلیفون له لارې: 0329822305
- د بریښنالیک له لارې: accueil@ml-epinal.fr
- په دفتر کې: 16quai André Barbier، 88000 epinal
یادونه: د لومړي ملاقات وروسته، تاسو باید د نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
په همکاري د
centre social léo lagrange
9 مرسته کونکي فعالیت کوي