مهم معلومات
د .....................سره FACE Loire Atlantique
د.........لخوا وړاندیز شويFACE Loire Atlantique
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2, C1, C2, A2
ځانګړي خلکښځې, ځوانان, مشران, جنډراقلیتونه
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهپه دقیق ډول 4 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 3 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه
شرایط
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
دا چېرته دی ؟
د خپلې مسلکي پروژې لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
ستاسو د مسلکي پروژې جوړولو او رامنځته کولو لپاره 4 میاشتنی پروګرام د لاندې موضوعاتو سره:
- انفرادي ملاتړ (د مسلک غوره کولو او د دندې موندلو په اړه مشوره، سي وي CV، او نور)
- ډله ایز کورسونه (په شرکت کې د کاري ژوند په اړه پوهیدل او چمتو کیدل)
- د یو روزونکي لخوا مرسته او ملاتړ کیدل
- په فرانسوي ژبه خبرې اترې کول
- د مسلکیانو سره په اړیکه کې کول(د شرکت لیدنې، د کار وړاندیزونه، او نور).
مهمه یادونه: راتلونکی روزنه د 2024 کال د سپتمبر په 9 مه نیټه پیل کیږي.
د 2025 کال د نیټو لپاره د FACE Loire-Atlantique سره اړیکه ونیسئ.
د 2025 کال د نیټو لپاره د FACE Loire-Atlantique سره اړیکه ونیسئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- خپل مسلکي مهارتونه پیژندل او وده ورکول
- د مسلکي کوچ څخه د سوداګرۍ کوډونو پوهیدو او نورو مسلکيانو سره د لیدو لپاره مشورې ترلاسه کول
- سي وي CV جوړول
- د کار موندلو یا روزنې لپاره تخنیکونه زده کول
- د کار مرکې لپاره چمتو کیدل
- د شرکتونو لخوا غوښتل شوي مسلکونو پيژندل.
- ستاسو د وضعیت او ستاسو اهدافو پراساس مشورې
- په پروسیجرونو یا طرزالعملونو کې مرسته (د دوسیې بشپړول، د ملاقات وخت نیول، سند استول، او داسې نور).
- د سوداګرۍ لغتونه
- د کلتور، خواړو په اړه خبرې اترې، ترڅو وکوالی شي په شرکت کې د همکارانو سره اړیکه ونیسي.
مسلکیان ستاسو پر ځای ستاسو کارونه په مخ نه وړي. دوی تاسو سره ستاسو په مسلکي پروژه کې خپلواکه کیدو کې مرسته کوي، ترڅو د روزنې وروسته تاسو وکولای شئ پخپله خپل کارونه ترسره کولو ته دوام ورکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې: 0676205200
- د بریښنالیک له لارې jlecostoec@facela.fr
- په مستقیم ډول په دفتر کې په لاندې پته : سانت هربلن، 13 منزل، د سیلون دفتر
- Directement au bureau : 1 avenue de l'Angevinière, 13ᵉ étage, Bureaux du Sillon, 44800 Saint-Herblain.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
9 مرسته کونکي فعالیت کوي