Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Association I.Care

I.Care
د.........لخوا وړاندیز شويI.Care

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه

دا چېرته دی ؟

خپلې رواني روغتیا ته پاملرنه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 jours

دا څه دي ؟

هرکلۍ، اوریدل، ملاتړ، د هغو خلکو لپاره چې په اصلي هیواد کې، اروپا ته د رسیدلو په سفر کې یا یې فرانسې ته د رسیدو راهیسې ستونزمن حالتونه تجربه کړي.

تاسو د خوب کولو ستونزه لرئ، تاسو بد یا ډارن خوبونه وینئ، تاسو د بدن درد لرئ، تاسو د حافظې ستونزې لرئ، تاسو ذهني فشار لرئ، تاسو نور د راتلونکي لپاره امید نلرئ: د رواني روغتیا متخصصین ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري.

یادونه: مرکز د ټولو جلاوطنو خلکو لپاره خلاص دی چې په میین (Mayenne) کې ژوند کوي پرته له دې څخه چې د چا جنس، عمر، اصل یا ژبه چې خبرې کوي په پام کې ونیسي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

اتحادیه یا اسوسیشن تاسو سره ستاسو په ژوند کې د سختو شیبو یا حالاتو په بریالي توګه تیرولو او د رواني صدماتو نښې کمولو کې مرسته کوي.

متخصصین ځانګړي تخنیکونه کاروي او درملنې وړاندیز کوي ترڅو تاسو ښه احساس وکړئ.
تاسو اړتیا نلرئ خپله شخصي کیسې په اړه خبرې وکړئ یا تشریحات ورکړئ.
مګر که تاسو اړتیا لرئ د ځینو سختو شیبو په اړه وغږیږئ، البته دا ممکنه او وړیا ده.

ژباړونکي ممکن حاضر وي چې تاسو ښه پوهه کړي او ستاسو په ژبه کې د خبرو اترو وړتیا لري.
تاسو کولی شئ انتخاب کړئ چې په کومه ژبه غواړئ له مسلکيانو سره اړیکه ونیسئ کله چې تاسو ملاتړ پیل کړئ.

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې ستاسو په روغتیا باندې د جلاوطنۍ د پایلو په اړه د معلوماتو په غونډه کې برخه واخلئ (په ځانګړې توګه د رواني ناروغۍ نښې).

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0698006327
  • د بریښنالیک له لارې: admin@icare53.fr
  • په سایټ یا محل کې په لاندې پته:
  • 18 rue du Capitaine Paul Normand، 53 000 Laval
مهمه یادونه: مسلکیان د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د سهار له 9 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې په اتحادیه یا اسوسیشن کې شتون لري.

ستاسو ټولنیز کارکونکی (یا ستاسو د محلي ماموریت، فرانس تخوی، د استوګنې مرکز مسؤول شخص) کولی شي له اتحادیې سره اړیکه ونیسي ترڅو ستاسو لپاره د ملاقات وخت ونیسي.

د پاڼې سر

9 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
xavidumxavidumاډمین
séverine r. -  i.careséverine r. - i.careایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
zeezeeد صفحي پورته برخه
taghridtaghridد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه