مهم معلومات
د .....................سره Permanence Droits Sociaux
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
په طرزالعملونو کې ملاتړ کیدل
دا څه دي ؟
د مسلکي کسانو سره یو کاري دفتر چې د ایډز ناروغۍ HIV (AIDS) سره ژوند کوونکو خلکو سره د ټولنیزو او روغتیا حقونو ته لاسرسي کې مرسته کوي:
- د کاف CAF څخه د مالي مرستې غوښتنه کول
- د ټولنیز کور لپاره غوښتنه کول، شخصي استوګنځای موندل، د استوګنې په اړه پوښتنې
- قانوني ستونزې حل کول، یو وکیل موندل
- د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور لپاره غوښتنه کول
- مشورې، درمل، د ډاکټرانو او روغتیا متخصصینو د اړیکو توضیحات ترلاسه کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د مسلکي کسانو یوه ډله (ټولنیز کارګران او وکیلان) روزل شوي ترڅو د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ایډز ناروغۍ HIV (AIDS) سره ژوند کوي.
- مشورې او معلومات ستاسو د وضعیت سره سمون لري، ډیری غوښتنو ته ځوابونه.
د ايدز ناروغۍ HIV (AIDS) اړوند پښتنو په اړه محرم ملاتړ، د جنسي تمایل یا جنسیت پیژندنې پورې اړوند مسلو باندې.
په ټولنه کې کارکوونکي د مسلکي محرمیت تابع دي، پدې معنی چې ټول معلومات او هرڅه چې تاسو یې وایئ محرم او پټ ساتل کیږي.
که تاسو ستونزې لرئ، ټولنه کولی شي تاسو ته د خدماتو ټکټونه درکړي یا تاسو سره ستاسو د خوراکي توکو، د مالیاتو ټاپو لګښتونه، ځینې بلونه، د ناویګو یا ترانسپورت کارت، او داسې نورو لپاره مستقیم تادیه کولو کې مرسته وکړي.
څنګه یې وکړو ؟
- مستقیم دفتر ته راشئ: 8Rue des Dunes, 75019 Paris، هره چهارشنبه د ماسپښین له 1 څخه تر 5 بجو پورې، ټول کال
- د ملاقات وخت واخلئ: perm.actupparis.org
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
8 مرسته کونکي فعالیت کوي