Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي ژبه زده کړئ او د دیلف (DELF B1) ازموینه ترسره کړئ

د .....................سره ENT-RE - Association Pierre Claver

د.........لخوا وړاندیز شوي Association Pierre Claver , Fondation Vinci pour la Cité, OFII, Vinci, Leonard by Vinci, Association Pierre Claver, EDF, Generali, AXA...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 heures

دا روزنه د 4 میاشتو لپاره دوام کوي او په اونۍ کې 3 نیمې ورځې ترسره کېږي: (د سهار له 9 بجو څخه تر 1 بجو پورې یا له 1 بجې څخه تر 5 بجو پورې) ددې موخو داده چې د فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ، عمومي کلتوري پوهاوی ترلاسه کړئ او د دندې یا روزنې په لټون کې ستاسو سره مرسته وکړي.

په پروګرام کې شامل موضوعات:

  • په اونۍ کې 12 ساعته کورسونه (فرانسوي او عمومي کلتور)
  • له 1 څخه تر 2 ساعتونو پورې انفرادي لارښوونې
  • د فرانسوي ټولنې او د سوداګرۍ نړۍ یا شرکتونو په اړه زده کړه
  • ستاسو د مسلکي پروژې جوړول
  • د DELF B1 ډیپلوم لپاره چمتوالی نیول او ازموینه ترسره کول. 2 تمریني ازموینې ترسره کول
  • د دلف بي 1 (DELF B1) کچې لپاره وړیا نوم لیکنه
یادونه: د فرانسوي او عمومي کلتور روزنه د وینسي، ای دی ایف یا جنرالي (Vinci, EDF ou Generali) شرکتونو کارمندانو لخوا ورکول کیږي.
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ پدې روزنه کې برخه واخلئ که چیرې:
- تاسو د 18 او 35 کلونو ترمنځ عمر ولرئ
- تاسو د A2 کچه لیکلي او شفاهي ولرئ
- تاسو د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي
- تاسو په ایل د فرانس کې اوسیږئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د لیکل شوي او ویل شوي فرانسوي ژبې کچه ښه کول
  • د لوړو زده کړو یا کار کولو یا مسلکي روزنې ترلاسه کولو لپاره د DELF B1 ډیپلوم لپاره چمتوالی نیول او ترسره کول.

  • د سوداګرۍ نړۍ وپیژنئ: ټولنیز کوډونه، قواعد ...
  • پوهیدل چې څنګه فرانسوي ټولنه کار کوي: په فرانسه کې ژوند او کلتور.

  • د وینسي، ای دی ایف یا جنرالي شرکتونو یو کارمند (ستاسو انفرادي لارښود یا منتور) به تاسو ته ستاسو د مسلکي لارښوونې په اړه مشورې درکړي.
  • د فرانسوي ملګرو د جوړولو او مسلکي کسانو سره د لیدو لپاره ډیری فرصتونه.

  • د پروګرام په پای کې زموږ په کورسونو کې د شاملیدو امکان: B2 یا مسلکي روزنه په الترنانس کې چې هم زده کړه کوئ او هم عملي کار کوئ.

څنګه یې وکړو ؟

1) د نوم لیکنې دمخه فورمه ډکه کړئ

2) که ستاسو ګډون په پروګرام کې ومنل شي، نو تاسو به د فبروري میاشتي په 11 مه نیټه د پاریس په سیمه کې د استخدام غونډې ته د بریښنالیک له لارې بلنه درکړل شي.

  • د روزنې پتې :
    پاریس، بولون-بلانکورټ، نانټیر یا سینټ ډینس Paris, Boulogne-Billancourt, Nanterre ou Saint-Denis
  • مهالویش : په اونۍ کې درې نیمې ورځې
  • موده :د 2026 کال د سپتمبر 21 نیټې څخه د 2027 کال د فبروري تر 3 نیټې پورې
  • د DELF B1 ازموینه : فبروري 2027

Lieu d'accueil

2221 Bd de la Défense, 92000 Nanterre, France

6 Pl. du Colonel Bourgoin, 75012 Paris, France

93200 Saint-Denis, France

AXA, Terrasse de l'Arche, Parc Nord, 92000 Nanterre, France

Quai du Point du Jour, 92100 Boulogne-Billancourt, France

Chargement de la carte...

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • priscille-ent.re-claverایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • l7د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • kaisد صفحي پورته برخه
  • piedhand1998د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • anihد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • severovichد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles