مهم معلومات
د .....................سره Parcours d'Exil
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د یو ارواپوه سره وګورئ او خپلې رواني روغتیا ته پاملرنه وکړئ
دا څه دي ؟
آیا تاسو په خپل هیواد کې، یا فرانسې ته په لاره کې، یا د رسیدو راهیسې ستونزمن حالات تجربه کړی؟
تاسو خوب نشئ کولی (بې خوبۍ)، ډارن خوبونه وینی، د سر درد لری، معلومات هیروی، د تیر وخت په اړه بد احساس لری؟
دا روغتیایی مرکز د ډاکټرانو، ارواپوهانو، اوستیوپیتانو او نورو سره په وړیا توګه د لیدنې امکانات وړاندې کوي.
دا د جنس، عمر، اصلیت (هویت) په پام کې نیولو پرته د ټولو خلکو لپاره خلاص دی، څوک چې د شکنجې، اجباري ودونو، جنسي تیریو، مذهبي ځورونې، د دوی د جنسیت سره تړلی تاوتریخوالی، جنګ قرباني شوي وي، او داسي نور.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو پیسې نه ورکوئ او د سرچینو لرلو شرایط شتون نلري (د کارت ویتال (بیمې کارت) او ټولنیز امنیت لرل یا نه لرل، د معاش یا عاید لرل یا نه لرل).
د روغتیا مرکز ټیم د ډاکټرانو، ارواپوهانو، اوستیوپیتانو او یوګا معالج څخه جوړ شوی دی.
ستاسو د اړتیاو سره سم، هر متخصص ستاسو سره د مرستې لپاره مختلف تخنیکونه کاروي.
روغتیایی مرکز تاسو ته هراړخیز ملاتړ واړندي کوي، ترڅو تاسو په ورځني ژوند کې ښه احساس وکړئ.
د طبي مرستو سربیره، د فرانسوي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ یا کمپیوټر زده کړې ورکشاپونه، او کلتوري نندارتونونه هم شتون لري.
څنګه یې وکړو ؟
د ملاقات کولو نیټه دلته په ویب پاڼه کې موندلای شئ.
په ټاکل شوي ورځ په دې 01 45 33 31 74 شمیره زنګ ووهئ.
ډیری غوښتنې شتون لري، نو که تاسو نشئ کولی سکرتریت ته د ملاقات په ورځ تلیفون وکړئ، تاسو باید بیا بیا ځلي کوښښ وکړئ.
د ځواب ورکولو ماشین کې پیغام مه پریږدئ او د بریښنالیک له لارې هم غوښتنه مه استوئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
12 مرسته کونکي فعالیت کوي