Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Compétences Clés FLE - GO-ON Formation

GO-ON Formation
د.........لخوا وړاندیز شويGO-ON Formation

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 2 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 3 ورځې هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه

دا چېرته دی ؟

فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 4 jours

دا څه دي ؟

په فرانسوي ژبه کې روزنه (151 ساعته) د پیل کونکي یا ابتدایي کچه د هغو کډوالو لپاره چې د بوګي سود (Bugey Sud) د کمونونو په ټولنه کې ژوند کوي.

موخې: خپله کچه ښه کړئ او په ورځني ژوند کې خپلواک شئ

  • فرانسوي کورسونه
  • د اداري او مسلکي اسنادو په اړه توضیحات
  • د ډیجیټل وسایلو په اړه ورکشاپونه، ترڅو په خپلواک ډول خپل پروسیجرونه یا طرزالعملونه ترسره کړئ.
مهمه یادونه: دا روزنه د اګست له 26 څخه تر 24 اکتوبر 2024 پورې په بیلی (این) Belley (Ain) کې ترسره کیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په شفاهي او لیکلي ډول ښه پوهیدل او خبرې کول
  • اساسي پوهه پیاوړې کول (لوستل، لیکل)
  • ځانګړي مسلکي لغتونه پیژندل (د تنخا رسید یا فیش د پی، مهال ویش، او نور).
  • د اداري پروسیجرونو د ترسره کولو څرنګوالی زده کول: د ډاکټر سره د ملاقات وخت اخیستل ...
  • پدې ځان پوهول چې فرانسوي ټولنه څنګه کار کوي
  • د کمپیوټر یا سمارټ ټلیفون کارول زده کول: بریښنالیک استول، سي وي CV جوړول...
  • د انټرنیټ له لارې اداري پروسیجرونه ترسره کول: د کاف CAF سره نوم لیکنه یا راجستریشن کیدل، فرانس تخوی، او داسې نور.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید د هغه چا سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو په مسلکي چارو یا طرزالعملونو کې ستاسو ملاتړ کوي (د بیلګې په توګه: ټولنیز کارکونکی، د فرانس تخوی مشاور، او داسې نور) او له دې پروګرام څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه ځینې وکړئ.

هغه به ستاسو سره د نوم لیکنې یا راجستریشن فورمه ډکه کړي.

مهمه یادونه: د دې روزنې موخه د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي یا نوي رسیدونکي دي چې د بګی سود (Bugey Sud) ښاروالیو په ټولنه کې اوسیږي.
د پاڼې سر
په همکاري د
Communauté de Communes Bugey Sud
Communauté de Communes Bugey Sud

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
go-on formationgo-on formationایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
flofloد صفحي پورته برخه
didiididiiد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
duliepaolenaduliepaolenaد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه