Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره CitésLab93

PULSE Group
د.........لخوا وړاندیز شويPULSE Group

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

په سین سینټ ډینس کې د سوداګرۍ پیل کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 25 jours

دا څه دي ؟

ستي لاب 93 (CitésLab93) د هغو خلکو لپاره د تشبث ملاتړ برنامه ده چې په سین - سینټ - ډینس (Seine-Saint-Denis) کې د ښار (QPV) په لومړیتوبونو او سیاسي سیمو کې ژوند کوي.

دا برنامه د BPI فرانس (د عامه پانګوونې بانک) لخوا رامینځته شوې او د پولز اتحادیې (association Pulse) لخوا وړاندیز شوي.

مهمه یادونه: په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي یاس (لس کلنه قبولي لرل)
- د سین-سینټ-ډینس په لومړیتوب ولسوالۍ کې اوسیږئ (د بیلګې په توګه رومین ویل، مونتروی او بانولی، او داسې نور).

موخې :

  • د 93 څانګه کې د پروژې خاوندان او متشبثین پیژندل
  • د دوی اړتیاوې په ګوته کول، مشوره ورکول او د انفرادي تعقیب وړاندیز کول
  • د شرکت یا شخصي کاروبار رامینځته کولو لپاره د ملاتړ جوړښتونو یا ادارو ته معرفي کول.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د خپلو هیلو، اړتیاوو د موندلو لپاره انفرادي مرکه ترسره کول
یادونه: ددې لپاره چې تاسې سفر کولو ته مجبور نشئ، مرکې د ویدیو کانفرانس له لارې ترسره کیږي (د لیرې څخه).
  • د ملاتړ یو سازمان یا جوړښت ته ستاسې لارښوونه ترسره کیږي چې ستاسو پروژې سره تطابق ولري.
یادونه: موږ په ډیپارټمنټ 93 کې د ډیری ملاتړ سازمانونو یا جوړښتونو سره ملګرتیا لرو او تاسو به ستاسې د استوګنې ځای ته نږدې یو سازمان یا جوړښت ته ورمعرفي او اړیکه کې کړای شئ.
  • ستاسو د پروژې، شخصیت، د استوګنې ځای سره تطبیق شوي د حل لارې چارې موندل
  • ستاسو د پروژې د پرمختګ تر بشپړیدو یا پیل کیدو پورې تعقیب او مرسته کول (هره میاشت، درې یا شپږ میاشتې).

تاسو کولای شئ

  • د خپلو مهارتونو د پراختیا په موخه په ګروپ یا انفرادي ورکشاپونو کې برخه واخلئ
  • د متشبثینو د ایکوسیستم برخه شئ
  • ستاسو د اړتیاو پراساس متخصصینو سره لیدنه وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د دې پروګرام په اړه د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ:

  • ایوا سبیل Eva SIBEL، د CitésLab93 پروژې مدیرې ته په 0649009680 شمیره زنګ ووهئ
  • یا دې ایمیل ته یو بریښنالیک واستوئ: montreuil@pulse-group.org
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
pulsepulseایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
mimpimanismimpimanisد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marwahusseinali@hotmail.commarwahusseinali@hotmail.comد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
duliepaolenaduliepaolenaد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه