مهم معلومات
د .....................سره Médiation Numérique
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د معلوماتي ټکنالوژۍ ورکشاپونو کې برخه واخلئ
دا څه دي ؟
دا د معلوماتي ټکنالوژۍ ورکشاپونه دي چې د هرچا لپاره د نوم لیکنې له لارې د لاس رسي وړ دي، ترڅ وکولای شئ یو کمپیوټر ته لاسرسی ومومئ او په خپلواکه توګه خپل پروسیجرونه او طرزالعملونه ترسره کړئ.
د 4 ورکشاپونو څخه هر یو بېلا بېل موضوعات وړاندې کوي:
- د فرانسوي ژبې زده کړې ورکشاپ
- د ډیجیټل یا معلوماتي ټکنالوژۍ کارولو ورکشاپ
- د ترافیکي قوانینو کوډ زده کړې ورکشاپ
- "د ماشومانو زده کړې تعقیبولو یا څارنې" ورکشاپ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو په انټرنیټ کې د اداري پروسیجرونو یا طرزالعملونو ترسره کولو لپاره د کمپیوټر یا سمارټ فون کارول زده کوئ ( د بیمي دفتر اړوند CPAM یا کاف CAF کې پروسیجرونه، د روغتیايي لیدنو لپاره د وخت اخیستل، او نور).
تاسو په کمپیوټر کې آنلاین تمرینونه کوئ ترڅو د خپلو لغتونو زخیره تقویه کړئ او د فرانسوي ژبې کچه ښه کړي.
تاسو کولی شئ د کمپیوټر څخه په استفادي د لویې لارې یا ترافیکي قوانینو کوډ زده کړئ او تمرین کړئ.
د ښوونکو سره د اړیکي په موخه د خپلو ماشومانو د غیر حاضرۍ راپور ورکول او د خپلو ماشومانو درجې کتل.
څنګه یې وکړو ؟
- د بریښنالیک له لارې: accueil@toitdumonde-csc86.org
- د تلیفون له لارې: 0549411340
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي