Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د Lozère په سیمه کې کار او استوګنې ځای موندل

د .....................سره AGIR 48

د.........لخوا وړاندیز شوي AGIR , AGIR, Gouvernement, Union Européenne...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 місяців тому

اجیر (AGIR) په فرانسه کې د کډوالو یا اسناد لرونکو کسانو لپاره د کور او کارموندنې په برخه کې د ملاتړ پروګرام دی.

د اجیر (AGIR) پروګرام تاسې سره په فرانسه کې ستاسې د ادغام پروسې او ستاسو په طرزالعملونو او پروسیجرونو کې مرسته کوي.

تاسې به په لاندې برخو کې ملاتړ ترلاسه کړی:

  • ستاسې او ستاسو د ماشومانو اړوند اداري طرزالعملونه ترسره کول
  • د استوګنې یا کور موندل
  • د فرانسوي ژبې زده کړې یا د یو شغل یا کسب زده کړې په موخه د یوې روزنې موندل
  • د کار موندنې مرکز فرانس تخوی او محلي ماموریتونو ادارو سره په ګډه د یو کار یا ستاج موندل
  • د ورځني ژوند ستونزو ته د حل لارې موندل (د ماشوم پاملرنه، روغتیا، نقل او حرکت).
یادونه: د AGIR ملاتړ اعظمي 24 میاشتې دوام کوي او د یو تړون په لاسلیک کولو سره رسمي بڼه خپلوي او پدې سره تاسي باید یاد تړون ته ژمن پاتي شئ. تاسو په هرو 2 میاشتو کې غونډې لرئ او ستاسې د ملاتړ په جریان کې به ډله ایز ورکشاپونه تنظیمیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ خپلې پوښتنې وپوښتئ او اداري طرزالعملونو او پروسیجرونو کې د مرستې غوښتنه وکړئ: مالیه، د موټر چلولو جواز، بانکي حساب، د هویت اسناد، د استوګنې کارت یا کارت سیجور، او داسې نور.

  • ستاسې په مسلکي لارښود او کار پیدا کولو کې ملاتړ کول،
  • د فرانس تخوی (France Travail) په مرسته خپله مسلکي یا کاري پروژه رامنځته کول او دنده یا روزنه موندل،
  • په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ لپاره د روزنې یو مرکز یا اتحادې موندل او ځان ثبتول،
  • د کار موندنې او د مسلکي ادغام بنسټونو پیژندل او په اړه یې ځان خبرول، لکه، د کار موندنې مرکز فرانس تخوی (France Travail)، محلي ماموریتونو (Missions locales)، AFPA او داسې نور.

  • د استوګنې ځای یا کور په موندلو کې مرسته ترلاسه کول
  • د استوګنې موندلو وروسته، په هغې کې د میشت کیدو او طرزالعملونو په ترسره کولو کې مرسته کیدل
  • د کور اړوند چارو کې مرسته او ملاتړ، ترڅو تاسې په خپله وکولای شئ په خپلواکه توګه یې ترسره کړئ او زده یې کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د دې پروګرام څخه د ګټې پورته کولو لپاره، تاسو باید لاندې شرایط ولرئ:

  • د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ، پدې معنی چې تاسې په فرانسه کې د کډوال وضعیت ترلاسه کړئ او قانوني اسناد لرئ (لوی یا کوچنی چې عمر یې له 16 کلونو څخه پورته وي)،
  • له دوو کلونو څخه کم وخت کیږي چې نړیوال خوندیتوب یا قبولي مو ترلاسه کړي وي،
  • د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) مو لاسلیک کړی وي،
  • په یون Lozère سیمه کې اوسیږئ او هلته ژوند کوی (یو ثابته پته یا دومسیل لرل).
یادونه: ستاسې د کورنۍ غړي (میړه یا میرمن، کوچني ماشومان، والدین) حتی که هغوی کډوال هم نه وي، کولی شي چې ستاسو سره یوځای د پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

که تاسو د AGIR پروګرام څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړین شرایط پوره کړی (1 برخه وګورئ)، نو تاسې به په مستقیمه توګه د اوفي ادارې OFII لخوا پروګرام ته معرفي شئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • programme agirایډیټر او کره کتونکی
  • darlapmد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه

Liens utiles