مهم معلومات
د .....................سره Valoriser son image professionnelle
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د دندې مرکه په بریالیتوب سره ترسره کول
دا څه دي ؟
"خپل مسلکي انځور ته وده ورکول » یو برنامه ده چې د فرانس تخوی (پخوانی پولي امپلوا) سره د ثبت شوي هر کار غوښتونکي لپاره د لاس رسي وړ ده او د یو خپلواک جوړښت یا ادارې لخوا ترسره کیږي.
موخې :
- د خپلو مهارتونو ارزیابي کول
- د یو ګمارونکي په غوښتنو ځان پوهول
- د مرکې پر مهال د مناسب چلند اړوند مهارتونو زده کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو به د مرکې تخنیکونه په ښه ډول زد کړئ او دا به زده کړئ چې څنګه د یو ګمارونکي یا د کار خاوند سره په راحتۍ سره خبرې کولو او اړیکه نیولو لپاره چمتووالی ونیسئ.
د ډله ایز کار له لارې به تاسې خپلو مسلکې معیارونو ته وده ورکړئ.
تاسو به وکولی شئ خپلې تجربې ته وده ورکړئ او په ځانګړي ډول د غوښتل شوي مسلک په تړاو خپل مهارتونه ("مسلکي پوهه") روښانه او ابراز کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ د خپل فرانس تخوی مرستیال سره اړیکه ونیسئ او له هغوی څخه وغواړئ چې تاسې غواړئ د دې برنامي څخه ګټه پورته کړئ او پکې ګډون وکړئ.
خپل شخصي ځای ته لاړ شئ او د "زما لا کارت خدماتو" (Mes services à la carte) برخې ته لاړ شئ.
د برنامي سره د اړیکي نیولو لپاره بریښنالیک: thomas.paris@aksis.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
13 مرسته کونکي فعالیت کوي