مهم معلومات
د .....................سره L'Ecole des Cuistots Migrateurs
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د اشپز مرستیال کیدو لپاره روزنه ترسره کول
دا څه دي ؟
د پخلنځي یا اشپز مرستیال کیدو لپاره د څلور نیمو میاشتو روزنیزه دوره :
- فرانسوي روزنه ( 180 ساعته) د پخلي لغتونو زده کولو او د فرانسوي ډیپلوم لپاره چمتو کیدل
- د پخلي روزنه ( 400 ساعته) د ترکیبونو ، پخلي تخنیکونو زده کول او د اشپز مرستیال ډیپلوم ترلاسه کول
- په رستورانت کې د 3 اونیو ستاج یاعملي کار
- شخصي کورسونه ( 20 ساعته): د معلووماتي ټیکنالوژۍ کارول، د مسلکي پروژې جوړول، او داسې نور.
- د ښوونځي ټیمونو لخوا ټولنیز او مسلکي ملاتړ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د روزنې په پای کې، تاسو به 2 ډیپلومونه ترلاسه کړئ کوم چې ستاسو په ټول ژوند کې ستاسو لپاره ګټور کیدی شي:
- د پخلي یا اشپزۍ ډیپلوم (مسلکي سرلیک "د اشپز مرستیال" ( 3 مه کچه )
- د DCL فرانسوي ډیپلوم (د مسلکي ژبې د مهارت ډیپلوم).
تاسو به په یوه رستورانت کې د 3 اونیو ستاج یا عملي کار ترسره کړئ چې ستاسو غوښتنو او ستاسو مسلکي پروژې سره سمون ولري.
تاسو به د خپلې مسلکي پروژې تعریفولو او پیاوړتیا کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کړئ: تشخیص او ټولنیز تعقیب، د سي وي CV جوړولو لپاره ورکشاپونه، او نور.
څنګه یې وکړو ؟
د درخواست کولو لپاره، تاسو باید دا فورمه ډکه کړئ . یوځل چې بشپړ شي، د "لیږل" تڼۍ باندې کلیک وکړئ.
تاسو کولی شئ د روزنې او د شمولیت شرایطو په اړه د معلوماتو غونډه کې ګډون وکړئ.
په روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید د فرانسوي ژبې ازموینه او د هڅونې مرکه ترسره کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي