مهم معلومات
د .....................سره Destination Emploi
د.........لخوا وړاندیز شويCREPI MEDITERRANEE
په نښه شوي خلک
خلکد فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, پناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهد 6 او 8 میاشت ترمنځ
د ګډون کچهلږ تر لږه 2 غونډې هره میاشت
شرایط
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
دا چېرته دی ؟
د دندې لټون کې ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
دا یو شخصي ملاتړ دی چې د دوامداره کار موندلو لپاره له 6 څخه تر 8 میاشتو پورې دوام کوي.
دا روزنیزه دوره د نویو راغلو کسانو لپاره خلاصه ده (هغه خلک چې فرانسې ته له 5 کلونو څخه کمې مودې نه راغلي وي).
ډله ایز ورکشاپونه او انفرادي مرکې د لاندې موخو لپاره وړاندیز کیږي:
- د شرکت یا کاري کوډونه زده کول،
- د خپل مسلکي مسیر او تجربي په اړه معلومات ورکول او خپله مسلکي پروژه جوړه ول ...
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- ډله ایز ملاتړ: د دندې لټون لپاره تخنیکي ورکشاپ، کلتوري ورکشاپ او د مهارتونو زده کړه.
- انفرادي ملاتړ: په میاشت کې دوه ځله حضوري مرکې او هره اونۍ د 6 څخه تر 8 میاشتو پورې د تلیفون له لارې تعقیب او همکاري.
- زموږ د شرکتونو شبکې او د فعالیت له ټولو سکتورونو څخه د لنډمهاله کارموندنې شرکتونو مسلکيانو سره لیدنې ترسره کول.
- په خپل مسلکي ادغام کې بریالي کیدل: په یوه شرکت کې شاملیدل (ستاجونه، د شرکتونو څخه لیدنه).
- د ترسره شویو طرزالعملونو ارزیابي ترسره کول
- د ستونزو د حل لپاره د حل لارې چاري موندل.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو باید د ملاقات وخت واخلئ:
- د بریښنالیک له لارې: mediterranee@crepi.org
- د تلیفون له لارې: 0635992307
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
17 مرسته کونکي فعالیت کوي