مهم معلومات
د .....................سره Ecole Monique Apple
![Ecole Monique Apple](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711626322%2Fpictures%2Fbnttiaor9vkp0t2bcyva.png&w=64&q=75)
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
فرانسوي ژبه زده کړئ او مسلکي ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه او ګروپي ورکشاپونو چې ستاسو د کچې سره سم تنظیم شوي دي، ترڅو تاسې وکولای شئ په خپل مسلکي ادغام کې بریالي شئ.
دا د 240 ساعتونو یوه روزنیزه دوره ده چې د ښځو لپاره د لاس رسي وړ ده :
- نوي راغلي کډوال چې د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه پورته کوي یا د کورنۍ سره د بیا یوځای کیدو له لارې فرانسې ته راغلي کسان
- د CIR لاسلیک کونکي (د جمهوریت د ادغام تړون)
- څوک چې په پاریس کې اوسیږي یا په پاریس کې کورنۍ/مسلکي اړیکه لري
- څوک چې په شفاهي او لیکلي فرانسوي ژبه لومړنۍ پوهه لري (د A1 کچه)
- د ډیپلوم لرونکي کسان یا په خپل هیواد کې د مسلکي تجربې لرونکي.
د روزنې وختونه : په اونۍ کې 20 ساعته روزنه چې د اونۍ په 4 ورځو کې ترسره کیږي: دوشنبه، سه شنبه، پنجشنبه او جمعه د سهار له 10 بجو څخه د ماسپښین تر 4 بجو پورې.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
روزنه د بېلا بېلو ډیپلومونو او تخصص لرونکو مسلکي کسانو لخوا ترسره کیږي:
- په FLE کې روزونکی (فرانسوي د یوې بهرنۍ ژبې په توګه)
- کومیدین (نارینه او ښځینه)
- د موزیم استادان
- د مسلکي ادغام مشاورین.
تاسو کولی شئ د نورو میرمنو سره خبرې وکړئ ترڅو د دندې موندلو یا روزنې په برخه کې خپلې ستونزې بیان کړئ او یو له بل سره مرسته وکړئ.
- د یو هنري کار په څو کلمو کې تشریح کول او پیژندل
- د خپل ځان د باور ترلاسه کولو لپاره هنر کارول.
تاسو به فرصت ولرئ چې د اداکارانو او هنرمندانو سره د تیاتر تمرینونه (36 ساعته روزنه) ترسره کړئ:
- په فرانسوي ژبه کې خپله شفاهي کچه ښه کول
- ښې خبرې کول یا اړیکه نیول زده کول او په اسانۍ سره ځان ادغام کول.
تاسو به لاندې موضوعات او مهارتونه زده کړئ:
- سي وي CV او د لټون تجربوي تمرینونه ترسره کول،
- خپلې تجربې ته وده ورکول،
- د مرکې لپاره چمتوالی نیول ...
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ دا فورمه ډکه کړئ او موږ سره د لاندې بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: contact@ecolemoniqueapple.com
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
![la ville de Paris](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711625395%2Fpictures%2Fmo9rtqxyudwwl3dl2umc.png&w=128&q=75)
![Parcours linguistique à visée professionnelle](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711625830%2Fpictures%2Fpc33srhagtvdyynxies6.png&w=128&q=75)
![La DRIEETS](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711625869%2Fpictures%2Fameqzsggmsbfqedmyqba.png&w=128&q=75)
![ACINA](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711625896%2Fpictures%2Fyn0ji3cha0gi9w7etu1s.png&w=128&q=75)
![La Fondation des femmes](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711625922%2Fpictures%2Fc75zxuiizi1zav7lv3j9.png&w=128&q=75)
![L'Oreal Fonds pour les femmes](/_next/image?url=https%3A%2F%2Fres.cloudinary.com%2Fdlmqnnhp6%2Fimage%2Fupload%2Fv1711625982%2Fpictures%2Ftsstm8nagyqitfon4rvy.png&w=128&q=75)
11 مرسته کونکي فعالیت کوي