Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Tous Mobilisés Tous Employables

"Tous Mobilisés Tous Employables" Association Aurore
د.........لخوا وړاندیز شوي"Tous Mobilisés Tous Employables" Association Aurore

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي, A1, A2, B1
ځانګړي خلکښځې, ځوانان, مشران, جنډراقلیتونه

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 3 او 9 میاشت ترمنځ
د ګډون کچهپه دقیق ډول 5 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه

شرایط

CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

فرانسوي ژبه زده کړئ او د کار موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

دا د لاندې موخو لپاره د 11 اونیو یوه روزنیزه دوره ده چې ورکشاپونه او تفریحي فعالیتونه هم پکې شامل دي :

  • فرانسوي زده کول (لیکل / شفاهي)
  • دنده یا روزنه موندل
  • د ډیجیټل ټیکنالوژۍ کارول زده کول
  • په فرانسوي ژبه کې د یو مسلکي تصدیق یا سرټفیکییټ (DELF) ترسره کول.

دا روزنه تاسو ته اجازه درکوي چې:

  • د فرانسوي ژبې له یوې کچې څخه بلې کچې ته لاړ شئ
  • خپله مسلکي پروژه په لنډه موده کې جوړه کړئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو به د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونو کې برخه اخلئ چې ستاسو له کچې سره سمون لري او د یو مسلکي روزونکي لخوا به روزنه درکول کیږي.

د مسلکي ادغام یو مشاور له تاسو سره د یوې دندې یا یوې مسلکې روزنې په موندلو کې مرسته کوي. تاسو کولی شئ د 9 میاشتو لپاره د انفرادي ملاتړ او مرستې څخه ګټه پورته کړئ.

یادونه: ټولیز فعالیتونه وړاندې کیږي: ټولنیز او مسلکي ادغام ورکشاپونه، سالونونه، کلتوري نندارتونونه، تیاتر، او نور.

تاسو کولی شئ د DELF ازموینه (په فرانسوي کې د زده کړو ډیپلوم) وړیا ترسره کړئ، که تاسو د یادې ازموینې لپاره غوښتل شوي کچه ولرئ.

تاسو فرصت لرئ چې وړیا د کمپیوټر معلوماتي ټکنالوژی په برخه کې ټریننګ تعقیب کړئ (20 ساعته).

د کورس په پای کې د روزنې سند ورکول کیږي.

یادونه: تاسو باید د دې روزنې د تعقیب لپاره په فرانسوي کې د A2 کچه ولرئ.

څنګه یې وکړو ؟

  • خپل غوښتنلیکونه tmte@aurore.asso.fr ته واستوئ
  • اغلې منال غزون (Manal GHAZOUANE) ته په 0624261774 شمیره زنګ ووهئ.

یا راشئ او موږ سره په پلیټو اربین (Plateau Urbain) سیمه کې په لاندې پته وګورئ:

Césure
13 rue de Santeuil
75005 - Paris

یادونه: تاسو باید دریم پوړ ته لاړ شئ او 319 دروازه.
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
lntmtelntmteایډیټر او کره کتونکی
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
zizinskazizinskaد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
nour alhoudanour alhoudaد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
duliepaolenaduliepaolenaد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه