Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د پاریس دوفین - PSL پوهنتون کې د لیسانس، ماسټرۍ یا دوکتورا په کچه د زده کړو لپاره غوښتنه وکړئ

د .....................سره Programme de soutien aux étudiants en exil

د.........لخوا وړاندیز شوي Université Paris Dauphine-PSL ...میاشي کیږي چې نوي شوي 11 днів тому

د پاریس دوفین - PSL پوهنتون کې په جلاوطنۍ کې د زده کونکو لپاره د ملاتړ برنامه په جلاوطنۍ کې خلکو لپاره ځانګړې شوې ده:

  • فرانسوي ويونکي (تاسو باید د B2 او پورته کچه ولرئ)
  • لږترلږه د لیسې ډیپلوم لرونکي اوسئ (د ENIC-NARIC سند له لارې د IV کچې تثبتول )
  • تاسې باید د Dauphine-PSL پوهنتون لخوا وړندیز شویو رشتو کې لیوالتیا ولرئ، لکه (اقتصاد، اداره، حقوق، ټولنیز علوم، ریاضیات او کمپیوټر ساینس).

په جلاوطنۍ کې ټول هغه خلک چې دا معیارونه پوره کوي کولی شي درخواست وکړي، پرته له دې چې د دوی تابعیت یا قانوني وضعیت په پام کې ونیول شي.

دا برنامه یادو کسانو ته اجازه ورکوي چې د لیسانس، ماسټرۍ یا دوکتورا کچې زده کړې لپاره چې د پاریس داوفین - PSL پوهنتون لخوا وړاندیز کیږي د نوماندۍ پروسې له لارې ځپله غوښتنه وکړي. غوښتنلیکونه د یوې ځانګړې کمیسیون لخوا څیړل کیږي، یاد کمیسیون دا تاییدوي چې کاندید د ژبې او تحصلي غوښتل شوي کچه لري او کنه، ترڅو هغه روزنه تعقیب کړي چې یاد کس یې غوښتنه کوي. د کمیسیون د نظر او د کاندید سره د احتمالي مرکې وروسته، د روزنې مدیر په روزنه کې د کاندید د قبلیدو یا نه قبلیدو په اړه پریکړه کوي.

منل شوي زده کونکي (په کال کې 30 زده کونکي اعظمي) به د هراړخیز ملاتړ څخه ګټه پورته کړي د دوی د ښوونځي په اوږدو کې ښوونکي، ملاتړ کونکي او زده کونکي تعلیمي ملاتړ چمتو کوي. په اداري، مالي، هستوګنې یا روغتیايي چارو کې د پوهنتون له اداري او روغتیايي کارکوونکو څخه مرسته اخیستل ممکن دي. د کال په پیل کې د ادرسونو یو لارښود د وړ یا اړوند خلکو لیست او د اړیکو توضیحاتو سره چمتو کیږي.

یادونه: هغه زده کونکي چې ونه منل شي د داخلې کمیسیون لخوا د کورسونو په لور ورته لارښوونه کیږي چې د دوی پروفایل او شرایطو سره مناسب وي. کمیسیون په واضح ډول زده کونکو ته د دوی د غوښتنلیک ردولو لاملونه په ګوته کوي او د دوی پروفایلونو او شرایطو سره سم هغو روزنو ته ورپیژنې او معرفي کوي چې د دوې لپاره مناسبي وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

نوماندانو ته بلنه ورکول کیږي چې د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي او غوښتل شوي اسناد په فورمه کې ښودل شوي بریښنالیک پتې ته واستوي. د یو ځانګړې داخلي کمیسیو لخوا د دوی د غوښتنلیک د څیړنې او ارزونې وروسته، نوماندان مثبت یا منفي ځواب ترلاسه کوي. منل شوي نوماندان به د دوی په اداري نوم لیکنه کې ملاتړ ترلاسه کړي او رد شويو نوماندانو ته به مشورې ورکړل شي او ورسته به نورو روزنیزو کورسونو ته ورمعرفي شي.

د پاریس دوفین - PSL پوهنتون هڅه کوي چې په جلاوطنۍ کې زده کونکو لپاره روزنې ته لاسرسی اسانه کړي او د دوی د بریا چانسونه ښه کړي. په هرصورت، په زده کړو کې ستونزي لرل یا د یو پیچلي مالي وضعیت سره مخ کیدل، ممکن ستاسو د پوهنتون تعلیمي کال کې بریالیتوب ستونزمن کړي. له همدې امله منل شوي زده کونکي د دوی د زده کړې په اوږدو کې د هراړخیز ملاتړ څخه ګټه پورته کوي، هم په تعلیمي کچه (ټولیزه او انفرادي ښوونه) او د اړتیاو سره سم په اداري، مالي، کور، روغتیا او داسې نورو کې ورسره مرسته کیږي.

مهمه یادونه: د پاریس داوفین - PSL پوهنتون کې داخلیدل د استوګنې، مالي مرستې یا د استوګنې جواز (اسنادو اخیستل) ته د لاسرسي تضمین نه کوي.

د پاریس دوفین - PSL پوهنتون د نړیوالو پوهنتونونو په درجه بندۍ کې د 50 ټاپ پوهنتونونو په لوملړ کې دی. دا په سازماني علومو کې تخصص لري او روزنه (لیسانس، ماسټر، دوکتورا) په اقتصاد، ادره، حقوقو، ټولنیزو علومو، ریاضياتو او کمپیوټر ساینس کې وړاندې کوي.

مهمه یادنه: د پاریس دوفین-PSL پوهنتون د روغتیا، تجربوي علومو (فزیک، کیمیا، بیولوژي، انجینرۍ، او نور)، هنرونو، ادبیاتو، ژبو، سپورت علومو یا بشري علومو لکه تاریخ یا ارواپوهنې په برخه کې روزنه نه وړاندې کوي.

څنګه یې وکړو ؟

  • هغه کورس ومومئ چې تاسو ورسره علاقه لرئ. تاسو کولی شئ د پوهنتون په ویب پاڼه کې د کورس وړاندیزونه وګورئ.

    له تاسو څخه به وغوښتل شي چې د غوښتنلیک په فورمه کې هغه کورس مشخص کړئ چې تاسو پکې نوم لیکنه غواړی وکړئ.
  • د غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ (اوس مهال شتون نلري، دا به د راتلونکي غوښتنلیک دورې په جریان کې د لاسرسي وړ وي، "ښه پوهیدل" وګورئ)
  • خپل اسناد exil@dauphine.psl.eu ته واستوئ .
یادونه: د 2026-2027 تعلیمي کال لپاره د نوم لیکنې نیټې به د 2026 کال په پیل کې خپرې شي. ډیر احمتال لري چې د پسرلي په لومړیو کې خپرې شي (مارچ - اپریل).

تاسو کولی شئ دې بریښنالیک ته exil@dauphine.psl.eu د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یو بریښنالیک واستوئ.

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • parisdauphinepslایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • samiseد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • krikriد صفحي پورته برخه
  • jhonny valderramaد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • may mahranد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • ghannam1د صفحي پورته برخه
  • ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles