Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Cours de français Promofemmes

Promofemmes
د.........لخوا وړاندیز شويPromofemmes

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي, A1, A2, B1, B2
ځانګړي خلکښځې

قیمت

3.5€ یوځل

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ګډون کچهلږ تر لږه 2 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

دا چېرته دی ؟

د ورځني ژوند لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un jour

دا څه دي ؟

په ورځني ژوند کې د خپلواک کیدو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه:

  • فرانسوي د یوې بهرنۍ ژبې په توګه د زده کړې کورس (د B2 کچې زده کړې): له دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9:30 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې (په اونۍ کې دوه ځله)
  • د ورځني ژوند لپاره د محاسبې درسونه او معیارونه: د سه شنبې یا چهارشنبه سهار له 9:30 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې.
  • د مور/ماشوم ورکشاپ: دوشنبه د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 3:30 بجو پورې د هغو میندو لپاره چې د ماشوم د پاملرنې حل نلري
  • د والدینو ښوونځی: سه شنبه د سهار له 8:45 څخه تر 10:45 پورې او پنجشنبه د سهار له 8:45 څخه تر 10:45 بجو پورې د محلي د ښوونځیو د والدینو لپاره.
یادونه: په عربي، انګلیسي او ترکي ژبو ژباړونکي شتون لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په شفاهي او لیکلي ډول ښه اړیکه نیول
  • د شمیرو او د محاسبې اساسات پيژندل
  • په سیمه کې خپله لاره ومومئ (پته، لارښوونې، د ښار ټرانسپورټ) او وخت (وخت، د ورځې پروګرام)
  • د کار موندلو توان لري ...
یادونه: ستاسو د فرانسوي کچه ارزول کیږي مخکې لدې چې ستاسې لپاره د یو مناسب کورس لټون پیل شي.
په ماښام او د اونۍ په پای کې ټولګي نشته.

ټولنه د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده، تاسو به فرصت ولرئ چې بحث وکړئ او خپلې تجربې تبادله کړئ، د خپلو کلتورونو په اړه وغږیږئ، د مور او پلار په توګه د ژوند په اړه پوښتنې وکړئ ...

د شته ځایونو پورې اړه لري، تاسو کولی شئ په لاندې موضوعاتو کې د ورکشاپونو لپاره نوم لیکنه وکړئ:

  • د ریاضی اساسات
  • د روزنې او کار موندلو کې مرسته
  • د اداري طرزالعملونو او پروسیجرونو کې مرسته
  • کلتور او په فرانسه کې د ژوند په اړه زده کړه
  • د والدینو ملاتړ ډله
  • د کمپیوټر زده کړه
  • پخلنځي یا اشپزي
  • خیاطي
  • سپورت
  • د روغتیا ورکشاپ
  • سندرې ویل

څنګه یې وکړو ؟

د لیدنې او ملاقات لپاره پته: 18Rue du Cloître, 33000 Bordeaux

وخت: د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د مازدګیر تر 5 بجو پورې.

یادونه: د اتحادیې دفتر د هغو خلکو لپاره د لاسرسي وړ دی چې کم خوځښت لري.
د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
promofemmes saint michelpromofemmes saint michelایډیټر او کره کتونکی
sam2711-plsam2711-plد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rama anzourama anzouد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
amelizaamelizaد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه