Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

که تاسو د تاوتریخوالي قرباني یاست، ستاسې ستونزې به واوریدل شي او ملاتړ به ترلاسه کړئ

د .....................سره CIF-SP Solidaires entre les âges

د.........لخوا وړاندیز شوي CIF-SP Solidaires entre les âges , Fédération 3977 Contre les maltraitances...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

3977: تاسو کولی شئ دې وړیا شمیرې ته زنګ ووهئ که تاسو خپله د تاوتریخوالي قرباني یاست یا د یو زاړه، زیات عمر کس یا معیوب شخص سره د تاوتریخوالي ترسره کیدو شاهد یاست.

دا ملي شمیره د 60 کالو څخه پورته عمر لرونکي خلکو او معلولیت لرونکو خلکو لپاره د لاس رسي وړ ده چې د رواني، فزیکي او جنسي تاوتریخوالي قرباني کیږي او ورسره مخ کیږي، په ځانګړي توګه په کورنۍ یا تاسیساتو کې.

که تاسو خپله قرباني یا شاهد یاست، تاسو کولی شئ 3977 شمیرې ته زنګ ووهئ:

  • یو کس ته لاس رسی پیدا کول چې تاسو ته غوږ نیسي او ستاسې ستونزې اوري
  • معلومات ترلاسه کول
  • د یو داسې جوړښت یا اداري موندل چې ستاسو سره مرسته او ملاتړ وکړي.
مهمه یادونه: د بیړني یا سمدستي خطر په صورت کې، 17 یا 114 ته زنګ ووهئ که تاسو په اوریدلو یا خبرې کولو کې ستونزه لرئ (د ایس ایم ایس له لارې پیغام ولیږئ).
یادونه: د هغو خلکو لپاره چې د Vienne (86) او Charente -Maritime (17) په څانګو کې ژوند کوي، هغوی کولی شئ د مرستې لپاره د ALMA 86-17 مرکز سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ 0549522027 شمیرې ته د سه شنبې او پنجشنبې په ورځو کې د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې زنګ ووهئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

شاهدان او زاړه یا معیوب خلک چې د فزیکي یا رواني تاوتریخوالی یا درغلۍ قربانیان شوي وي، د دوی خبرې او ستونزې په ښه توګه، پاملرنې او غور سره اوریدل کیږي.

د مسلکي کسانو یوه ډله تاسو ته غوږ نیسي او کولی شي تاسو سره مرسته وکړي او تاسو ته مشورې درکړي.

د اړتیا په صورت کې یا د سمدستي خطر په صورت کې، کولای شي پولیسو ته خبرتیا ورکړل شي او مداخله وکړي.

کله چې تاسو دې شمیرې ته زنګ ووهئ نو اړینه نده چې خپل نوم ورکړئ.

ستاسو هویت یا شخصي معلومات نه شریک کیږي، که چیرې تاسو نه غواړئ چې شریک شي.

څنګه یې وکړو ؟

ملي شمیره په اونۍ کې 7 ورځې د لاس رسي وړ ده، له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې، شنبه او یکشنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې.

یادونه: یوازې د Vienne (86) او Charente-Maritime (79) څانګو لپاره، تاسو کولی شئ دې ځایی شمیرې ته زنګ ووهئ: 0549522027 چې سه شنبه او پنجشنبه د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې د لاس رسي وړ ده. یا دې بریښنالیکونو ته یو ایمیل واستوئ: contact@alma86.fr یا contact@alma17.fr

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • cif-sp solidaires entre les âgesایډیټر او کره کتونکی
  • issam boulekد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles