مهم معلومات
د .....................سره La Station LGBTI+
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د جلاوطنو او LGBTI سره غونډو کې برخه واخلئ
دا څه دي ؟
د میاشتې هره لومړۍ شنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 4 بجو پورې، د جلاوطنه خلکو او LGBTI رضاکارانو ترمنځ یوه غونډه ترسره کیږي، چې په لاندې موضوعاتو خبرې کوي:
- بحث او تجربې شریکول
- له نویو خلکو سره لیدنه
- د پوښتنو کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د اتحادیې کارمندان، رضاکاران او ګټه اخیستونکي هم LGBTI+ دي، دوی ستاسو هویت او د جلاوطنۍ وضعیت باندې پوهیږي.
ستاسو هرکلۍ پرته له کوم قضاوت څخه کیږي، تاسو په یو ګروپ کې منل کیږئ.
تاسو کولی شئ هره میاشت ورته خلک وګورئ، ترڅو یو بل ښه وپیژنئ او د خپل وضعیت په اړه د خبرو کولو او پوښتنو په اړه د ډاډ او اعتماد احساس وکړئ.
د هغو خلکو سره لیدنه چې ستاسو په څیر له تجربو څخه تیریږي، تاسو کولی شئ په سټراسبورګ او فرانسه کې د ژوند، جلاوطنۍ، اداري پروسیجرونو په اړه معلومات شریک کړئ او له هغوی څخه معلومات وغواړئ.
څنګه یې وکړو ؟
- په سایټ یا مرکز کې: 7Rue des Writers، 67000 Strasbourg
- د بریښنالیک له لارې: contact@lastation-lgbti.eu
- د تلیفون له لارې: 0950511329 (د مرکز د کاري ساعتونو په وخت کې تماس نیول)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي