Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د استوګنې (دومسیلیاسیون) پته ترلاسه کړئ

د .....................سره L'UDAF de Metz

د.........لخوا وړاندیز شوي UDAF 57 ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د Moselle UDAF تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو پوستونو یا رسمې لیکونو د ترلاسه کولو لپاره اداري پته (دومسیلیاسیون) ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: د دومسیلیاسیون پتې ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید:
- یوازې اوسئ، یا مجرد (د ماشومانو پرته)
- د ایغیسا RSA ګټه اخیستونکی اوسئ (فعال پیوستون عاید)
- په میټز (Metz) ښار کې ژوند کوی.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

حتی که تاسو استوګنځی هم نه لرئ، ولې بیاهم تاسو ممکن د پوستونو ترلاسه کولو ته اړتیا ولرئ، که هغه قانوني (رسمي) اسناد، اداري معلومات، ټولنیزې ګټې وي، او داسي نور.

دومسیلیاسیون تاسې ته اجازه درکوي خدماتو ته لاسرسی ومومئ لکه د بانکي حساب خلاصول.

په ټاکنیزو لیستونو کې د ثبت نام لپاره، د هویت د اسنادو غوښتنه یا نوي کولو لپاره پوستي پته اړینه ده (د بیلګې په توګه: د استوګنې جواز)، ستاسو روغتیایی حقونو ته لاسرسی، د استوګنې ځای ترلاسه کول، او داسې نور. دا د سازمانونو د مرستې لپاره هم ګټور دی.

ستاسو د کار یا کور د لټون لپاره، ادارې چارو (فرانس تخوي France Travail، د دولتي بیمې اداره CPAM، او نور) او همدارنګه د استخدام کوونکي یا ستاسې په کارګمارونکي د اړیکو پتې یا ادرس غوښتنه کوي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید د 0387758920 شمیرې ته په زنګ وهلو سره د ملاقات وخت واخلئ.

یادونه: غونډې په لاندې پته کې ترسره کیږي:
17rue du Pré Gondé - 57070 METZ

له تاسو څخه به ستاسو د وضعیت په اړه پوښتنې وشي ترڅو وکتل شي چې تاسو کولی شئ د دومسیلیاسیون پته ترلاسه کړئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • sp udafد صفحي پورته برخه
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marwahusseinali@hotmail.comد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles