Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Coup de Pouce vers l'emploi

La Cravate solidaire Metz
د.........لخوا وړاندیز شويLa Cravate solidaire Metz

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 2 ساعتونه
د ګډون کچهپه دقیق ډول 3 ورځې هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېسه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه

دا چېرته دی ؟

د کار مرکې لپاره ځان چمتو کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

د کوپ دی پوس ورکشاپونه وړیا او د هرچا لپاره خلاص دي چې په فعاله توګه د دندې، روزنې، کار او زده کړې، ستاج او داسې نورو په لټه کې دي...

د ښې مشورې ترلاسه کولو لپاره، دا غوره ده چې مسلکي پروژه ولرئ او ښه خبره داده چې مرکه مخکې له مخکې پلان شوې وي.

ورکشاپ په 4 مرحلو کې ترسره کیږي:

1) ښه راغلاست : د ورکشاپ په اړه معولومات وړاندې کول، پوښتنو ته ځوابونه او د مسلکي پروژې په اړه بحث کول.

2) کوچنګ : د مناسب مسلکي لباس انتخاب او بسپنه.

3) د HR روزنه : د مسلکي سره مرکه وکړئ ترڅو تاسو د مرکې رسمي پوښتنو لپاره چمتو کړئ.

4) د عکس اخیستل : ستاسو د سي وي CV او مسلکي ټولنیزو شبکو لپاره مسلکي عکس.

یادونه: موږ خپلو ټولو ګټه اخیستونکو ته د 3 میاشتو وروسته بیرته زنګ وهو، د اړتیا په صورت کې د دویم ځل لپاره د بشري منابعو HR روزنې ترسره کولو امکان سره.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

هر نوماند د خپل وضعیت پر بنسټ شخصي مشوره ترلاسه کوي.

موږ به تاسو سره د رسمي لباس په موندلو کې مرسته وکړو چې تاسو ته به وړاندیز کیږي ترڅو تاسو د مرکې په ورځ ښې جامې واغوندي.

یو داوطلب مسلکي کوچ به تاسو سره د یو مناسب او ستاسې د اړتیاو سره سم لباس په خوښولو کې، چې ستاسې د کاري رشتي او مسلک سره هم مطابقت ولري، مرسته وکړي.

تاسو کولی شئ د استخدام مسلکي کسانو څخه پوښتنې وکړئ، څوک چې ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري.

یو رضاکار به تاسو سره د مرکې لپاره چمتوالي کې مرسته وکړي:

  • د ددې لپاره چې په ځان کې بهترې راولئ، خپل د قوت او ضعف نقطې پیژندل،
  • خپل حرکات او سکنات تنظیم کړئ، ترڅو د مرکې پرمهال په ارامۍ او راحت سره خبرې اترې وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو غواړئ زموږ د ورکشاپونو لپاره نوم لیکنه وکړئ، تاسو کولی شئ د تلیفون یا بریښنالیک له لارې د ملاقات وخت واخلئ.

د میټز (Metz) ښار لپاره :

دفاریبیرسويي (Farébersviller) ښار لپاره :

په لاندې نقشه کې زموږ د اړیکو بشپړ توضیحات ومومئ.

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
lcs-farelcs-fareایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_628083utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
issam boulekissam boulekد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه