Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د فرانسوي ژبې پوهي ازموینه (TCF) ترسره کول

د .....................سره Indigo Formation

د.........لخوا وړاندیز شوي Indigo Formation ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

یو برنامه چې د فرانسوي ژبې پوهې ازموینې (TCF)، راجسټریشن او ازموینې لپاره چمتووالی وړاندیز کوي.

یادونه: TCF یوه ازموینه ده چې د فرانسوي کچې رسمي ثبوت وړاندې کوي.
تاسو کولی شئ په پریفیکتور کې د TCF پایلې وکاروئ، د 10 کلن استوګنې کارت لپاره (A2) کچه یا د فرانسوي تابعیت لپاره (B1) کچه غوښتل کیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د ټي سي ایف (TCF) ازموینه د انډیګو فورماسیون سره په لاندې شرایطو کې وړیا ده که چیرې:

- تاسو د اوفي OFII په ازموینه کې د A2 یا B1 کچه ترلاسه کړې وي، کله چې تاسو خپل د جمهوريت ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړ او تاسو د 1 کال څخه کمې مودې راهیسې خپل CIR لاسلیک کړی وي.

- تاسو د 6 میاشتو کمې مودې راهیسې د اوفي OFII سره د A2 یا B1 روزنې کې برخه اخلئ (یا برخه اخیستې ده)، او تاسو د 2 کلونو څخه کمې مودې نه خپل CIR لاسلیک کړی وي.

یادونه: حتی که تاسو CIR نه وي لاسلیک کړی، تاسو کولی شئ د 130 یورو په ورکولو سره د TCF ازموینه کې برخه واخلئ او (70 یورو اضافي که تاسو ازموینې ته چمتوالی غواړئ ترسره کړئ).

د 10 ساعتونو روزنیز کورس په وړاندیز کیږي، ترڅو تاسو سره د ازموینې په پوهیدو کې مرسته وکړي اوتاسې چمتو کړي چې ازموینه په بریالیتوب سره ترسره کړی.

ستاسې شرایطو او وضعیت ته په کتو د ازموینه فیس اخیستل کیږي، ولې لازمې نه ده.

تي سي ایف (TCF) تاسو ته اجازه درکوي چې د دندې موندلو لپاره ستاسو کچه معلومه کړئ، روزنه پیل کړئ، د 10 کلن استوګنې جواز لپاره غوښتنه وکړئ (که تاسو د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي یاست، 4 کلن اسناد) یا غواړئ د فرانسوي تابعیت د غوښتنې لپاره دوسیه چمتو کړئ.

که تاسو د هغه څه د ترسره کولو لپاره اړینه کچه نلرئ چې تاسې ورسره علاقه لری، تاسو کولی شئ د فرانسوي زده کړې روزنه ترسره کولو او د ازموینې ترسره کولو دمخه د خپلې کچې د ښه کولو په اړه مشورې ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

  1. په لاندې پته د اندیګو فورماسیون دفتر ته راشئ: 144Rue de la Gibauderie، 86000 Poitiers
  2. د نوم لیکنې یا راجسټریشن دمخه فورمه په ریسپشن ترلاسه کړئ او ډکه یې کړئ
  3. د خپل استوګنې جواز یا رسید یوه کاپي ورکړئ
  4. د خپل جمهوريت ادغام تړون (CIR) یوه کاپي ورکړئ
  5. راشئ او د وړاندیز شويو نیټو څخه په یوه کې د خپل وضعیت د معلومولو لپاره ازموینه ترسره کړئ.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • maeva.chartierایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • nour alhoudaد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • duvewoد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه

Liens utiles