مهم معلومات
د .....................سره le Parcours d'Accompagnement Contractualisé vers l'Emploi et l'Autonomie (PACEA)
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د کار موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
ستاسې سره په لاندې موضوعاتو کې د مرستې په موخه د یو مشاور سره په میاشت کې یوه ناسته:
- یوه ریښتینی مسلکي پروژه رامینځته کول
- د دندې، ستاج یا روزنې لټون کول
- اداري پروسیجرونه ترسره کول (روغتیا اسناد، د کور غوښتنه، او نور)
- د نقل او حرکت یا ټرانسپورت لپاره حلونه موندل (د ټرانسپورټ کارت، د جواز لپاره راجسټریشن، او داسې نور).
د ملاتړ په پیل کې، ستاسو د مهارتونو او اهدافو د پیژندلو لپاره لومړۍ ناسته تنظیمیږي.
بیا پروګرام ستاسو د اړتیاو سره تطبیق کیږي، ترڅو تاسو خپلواک کړي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
یو مسلکي کس به ستاسو سره د پیل څخه تر پای پورې مرسته کوي او تاسو ته ګټور معلومات درکوي:
- خپل اداري طرزالعملونه ترسره کول
- روزنه یا ستاج موندل
- د کار وړاندیزونو ته ځواب ویل
- یو کاروبار پیل کول
- مدني خدمت ترسره کول.
- د شرکتونو سره لیدنه کول او د کار بازار په اړه ځان پوهول
- خپل مهارتونو ته وده ورکول
- د کار لټون تنظیمول.
ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، تاسو ممکن مالي مرستې ترلاسه کړئ (په میاشت کې اعظمي حد 497 یورو).
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې : 0384763819
- د بریښنالیک له لارې : missionlocalevesoul@milobfc.fr
- په مستقیم ډول په سایټ کې : 4Rue André Maginot، 70000 Vesoul
- په ټولنیزو شبکو کې : فیسبوک ، انسټاګرام ، سنیپ چاټ (@milovesoul).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
15 مرسته کونکي فعالیت کوي