مهم معلومات
د .....................سره Accompagnement global - ÉOLE
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د لوړو زده کړو په جریان کې ملاتړ کیدل
دا څه دي ؟
ایا تاسو د یو بې سرپرسته زیر سین یا قانوني سن نه لاندې ماشوم په توګه پیژندل شوي یاست او تاسې غواړئ د دولسم ټولګۍ یا بکلوریا وروسته په پوهنتون کې زده کړه وکړئ؟
اسوسیشن کولی شي ستاسو د لوړو زده کړو په پروژه کې مرسته وکړي کله چې تاسو 18 کلن شئ.
ایول (ÉOLE) به ستاسې د زده کړو تر پایه پورې له تاسې سره په انفرادي ډول ملاتړ وکړي ترڅو تاسو وکولی شئ د خپلې خوښې مسلکي پروژه ترسره کړئ.
څنګه ؟
- په هغه مضامینو کې چې تاسو ورته اړتیا لرئ اکادمیک ملاتړ
- د یو مرسته کونکي شخص په همکارۍ سره ستاسو د مسلکي شبکې رامینځته کول چې په هغه برخه کې کار کوي چې تاسې ورسره علاقه لری
- ستاسې په فارغ وخت کې د فعالیتونو ترسره کولو لپاره د دوستانه کورنیو سره لیدنه
- په هنري او کلتوري فعالیتونو کې ګډون: نڅا، تیاتر، راډیو، سپورت ...
دا ولي په زړه پورې دي ؟
موږ به ستاسو د زده کړې تر پای پورې او ستاسو د لومړۍ دندې پورې (که تاسو 3، 5 یا 7 کاله زده کړه وکړئ) ملاتړ کوو.
ټولنه یا اسوسیشن غواړي ستاسو د اړتیاو سره سم او ستاسو په خپل سرعت سره ستاسو ملاتړ وکړي. د ÉOLE برخه کیدل پدې معنی ده چې د زده کړو وړتیا ولری، ولې همدارنګه د خلکو سره لیدنه او نوي فعالیتونه ومومئ او ترسره کړئ.
که تاسو د ÉOLE لخوا ملاتړ کیږي، تاسو ژمنه کوئ چې د خپلو زده کړو وروسته به په خپل اصلي هیواد کې یوه تعلیمي پروژه همایت کوئ. که تاسو دمخه د کومې تعلیمي پروژو اړوند نظر لرئ، نو ÉOLE به ستاسو سره د هغې په عملې کولو کې مرسته وکړي.
تاسو هم د فعالیت او کړنو ځواک لرئ!
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ موږ سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ:
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي