مهم معلومات
د .....................سره l'association Caracol
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
په لنډمهاله ګډ کور کې ژوند کول
دا څه دي ؟
دا یو لنډمهاله او خپلواک کور ته لاسرسی دی چې د کډوالو او ځایی خلکو ترمینځ شریک دی.
ګډ هستوګنه تاسو ته اجازه درکوي د فرانسوي خلکو او نورو هیوادونو خلکو سره اړیکې رامینځته کړئ. ستاسو د اړتیاوو پر بنسټ، تاسو ممکن ټولنیز ملاتړ هم ولرئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
په لنډمهاله توګه د خالي ودانیو په نیولو سره، موږ غواړو چې ارزانه کورونه چمتو کړو.
د کاراکول (Caracol) ګډ استوګنځایونه 100 فیصده مخلوط یا شریک دي. تاسې به د بېلا بېلو ملیتونو، جنس او شالید خلکو سره ژوند وکړئ. موخه دا ده چې په استوګنځي کې د ګډ ژوند کوونکو ترمینځ اړیکې رامینځته کړای شي!
موږ د ګډو ژوندکونو یا اجاره کونکو کسانو سره مرسته کوو چې په ټولیز ډول د پیښو یا ورکشاپونو له لارې د اوسیدو ځایونو او ساحو په اړه فکر وکړي او تنظیم یې کړي.
دا پیښې چې د کاراکول (Caracol) سره په ګډه تنظیم کیږي، د اوسیدونکو د هیلو سره سم د دوی د مهارتونو او پروژو د روښانه کولو لپاره کارول کیږي.
که تاسو وغواړئ، موږ کولی شو تاسو ته د استوګنې، کارموندنې او اداري مرستې په موضوعاتو کې د Habitat Humanisme سره په ملګرتیا کې د ټولنیز ملاتړ وړاندیز وکړو.
څنګه یې وکړو ؟
د کاراکول (Caracol) ګډ استوګنځي کې د ګډون لپاره، تاسو باید د کاندیدادۍ دې فورمې سره آنلاین درخواست وکړئ: https://ef16iw7n4wq.typeform.com/to/DwPTFJ9F
یوځل چې ستاسو فورمه واستول شي، د ټیم څخه یو کارمند به تاسې ته د مرکې وړاندیز سره اړیکه ونیسئ.
د یادې مرکې په تعقیب به موږ ستاسو غوښتنلیک ته د ځواب سره اړیکه ونیسو. که ځواب مثبت وي، نو بیا به تاسو وکولی شئ د غونډو په جریان کې له تاسې سره په کور کې ګډ ژوند کوونکو کسانو سره ووینئ او په پای کې خپل نوي استوګنځي ته ولاړ شئ!
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي