مهم معلومات
د .....................سره Formation STEP
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د سپورت په برخه کې د تسهیل کونکي کیدو لپاره روزنه ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
کابوبو (Kabubu) تاسو ته STEP وړاندې کوي، دا یو روزنیز پروګرام دی چې د UCPA روزنې سره د "BPJEPS APT" ډیپلوم ترسره کولو لپاره ستاسې چمتو کول او د سپورت په برخه کې د تسهیل کونکی یا انیماتور کیدل !
د STEP پروګرام دوه روزنیز کورسونه لري :
- لومړی، د 2023 کال د 11 دسمبر څخه د 2024 کال د مارچ تر 26 مې نیټې پورې، موخه دا ده چې تاسو د BPJEPS روزنې کې د ادغام او ګډون لپاره اړین مسلکي مهارتونه ترلاسه کړئ. په پروګرام کې دا مطالب شامل دي: فرانسوي کورسونه د B1 کچې ته د رسیدو لپاره او د سپورت او انیمیشن یا تسهیل کونکي رشتي اړوند لغتونه زده کول، د کمپیوټر روزنه، د سپورت او انیمیشن مسلکونو زده کړې سره د نظري تیوري کورسونه او د سپورت په یو جوړښت یا سازمان کې د 5 ورځو ستاج یا عملي کار.
- دوهم، د 2024 کال د اپریل میاشتي څخه د 2025 کال تر اپریل میاشتي پورې : د TEP (لومړني اړتیا ازموینې) ترسره کولو وروسته، تاسو به د BPJEPS روزنه د UCPA روزنې کې مدغم یا شامل شئ ترڅو د سپورت په برخه کې اسانګر یا تسهیل کونکی شي. دا روزنه د کار او زده کړې (الترنانس) له لارې ترسره کیږي: تاسو نیم وخت په ټولګي کې یاست، نیم وخت د سپورت په یو جوړښت یا سازمان لخوا استخدام کیږی او هلته عملي کار زده کوی.
د پروګرام اړوند ټول معلومات په دې لینک یا لارښود کې موندلای شئ: https://www.kabubu.fr/fr/step-devenir-anime-sportif-lyon?modal_page=pdf-detail&modal_detail_id=106374-flyer-step-lyon
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د روزنې په پای کې به تاسو د BPJEPS APT ډیپلوم (د ځوانانو، مشهور تعلیم او سپورت کې مسلکي سند، د ټولو لپاره فزیکي فعالیتونه) ترلاسه کړئ، کوم چې تاسو ته اجازه درکوي د سپورت تسهیل کونکي یا انیماتور په توګه کار وکړئ!
د لومړیو 4 میاشتو په جریان کې به تاسو ته د پولي امپولا Pôle Emploi لخوا مالي مرسته درکول کیږي.
د BPJEPS کار او زده کړې (الترنانس) کلنۍ روزنې په جریان کې به تاسو د کار او زده کړې معاش یا مالي مرسته ترلاسه کوئ.
د لومړیو 4 میاشتو په جریان کې، تاسو د سپورت په برخه کې زده کړې ترسره کوئ چې د دندې موندنې کورسونو سره تړاو لري او تاسو د سپورت په یو جوړښت یا سازمان کې د 5 ورځو ستاج یا انټرنشپ ترسره کوئ.
د BPJEPS کالنۍ روزنې په جریان کې به تاسو د کار او زده کړې په اساس ګډون کوئ، دا پدې معنی دی چې تاسو به په اونۍ کې یوه ورځ د یو کارمند په توګه د سپورت یو جوړښت یا سازمان لپاره کار کوئ.
څنګه یې وکړو ؟
که تاسو علاقه لرئ، دا آنلاین غوښتنلیک ډک کړئ: https://airtable.com/appWYVTVNlMsAUdmJ/shrJ32UdT124xdHk9
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ:
- د بریښنالیک له لارې: lyon@kabubu.fr
- د تلیفون له لارې: 0766612658
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي