Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نقل او حرکت لپاره حلونه ومومئ

د .....................سره C'mobil, la plateforme mobilité

د.........لخوا وړاندیز شوي Mission Locale du Charolais ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د C'Mobil خوځښت پلیټ فارم تاسو ته د شخصي ملاتړ وړاندېز کوي ترڅو د شارولی بریونی (Charolais Brionnais) سیمه کې د نقل او حرکت لپاره حلونه ومومي.

د C'Mobil خدمت د FSE لخوا په ګډه تمویل کیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

داوطلب موټر چلوونکي کولی شي تاسو ته د ځانګړو سفرونو لپاره د ترانسپورټ اسانتیاوي برابري کړي او تاسو ته لاندې ځایونو ته د تګ لپاره ورسوي:

  • طبي ملاقاتونه،
  • اداري طرزالعملونه (د فرانس تخوی یا پولي امپولا، سیمه ایز ماموریت سره کتنه، او نور)،
  • د کار مرکه،
  • پیرود، درملتون، د یو عزیز یا خپلوان څخه لیدنه ...
یادونه : دا خدمت هغه خلکو ته د لاسرسي وړ دی چې سرچینې یې په میاشت کې په فردي ډول د 1,500 یورو څخه کم وي او د یوې جوړه یا خاوند او میرمن لپاره چې په میاشنۍ ډول د 2,400 یورو څخه کم عاید ولري.

تاسو کولی شئ یو موټر یا سکوټر په کرایه کړئ ترڅو کار ته لاړ شئ، د کار مرکې ته لاړ شئ یا روزنه ترسره کړئ.

یادونه: تاسو باید د AM یا B جواز ولرئ.

دا خدمات د لاندې کسانو لپاره د لاس رسي وړ دي:

  • د اوږدې مودې دندې غوښتونکي (لږترلږه یو کال) د فرانس تخوی یا پولي امپلوا Pôle Emploi سره راجستر شوي وي
  • د RSA، ASS، یا AAH ګټه اخیستونکي
  • د 26 کلونو څخه کم ځوانان چې د محلي ماموریت لخوا مرسته ورسره مرسته کیږي
  • په مرستندویه قرارداد کې کارکونکي

په قیمت کې لاندې موارد شامل دي:

  • کرایه
  • بیمه
  • ملاتړ
یادونه: دغه ډول کرایه کول کیدای شي تر 3 میاشتو پورې دوام وکړي.

تاسو کولی شئ د رضاکارانو سره یو ځای موټر وچلوی او د دوی تجربې څخه ګټه پورته کړئ ترڅو د موټر چلولو ازموینه کې مو د بریالي کیدو چانس زیات شي.

لاندې شرایط باید پوره کړئ :

  • د Charolais Brionnais په سیمه کې اوسیدل
  • د ترافيکي قوانینو کوډ ازموینه مو په بریاليتوب سره ترسره کړې وي
  • د موټر چلولو ښوونځي سره مو لږترلږه 20 ساعته موټر چلول بشپړ کړي وي.

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ:

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • miloد صفحي پورته برخه
  • hugo stéphanد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • bissoد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles