مهم معلومات
د .....................سره Plateforme Linguistique de Proximite Lyon 1E/2E/4E

په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د فرانسوي ژبې کورس ومومئ
دا څه دي ؟
د لیون (Lyon) ژبی مرکز 1/2/4:
- ستاسو کچه په فرانسوي کې ارزوي او تاسو سره ستاسو د وضعیت سره مناسب کورس موندلو کې مرسته کوي،
- تاسو ته د فرانسوي ژبې کورسونو په اړه معلومات درکوي،
- تاسو ته د فرانسوي ژبې ازموینې (ډیپلومونه، ازموینې، او نور) په اړه معلومات درکوي.
د لیون (Lyon) 1/2/4 د سیمه ایزې ژبپوهنې پلیټفارم (Plateforme Linguistique de Proximité de Lyon) د انجینرۍ روزنې اتحادیې (AFI / ECRIT69) لخوا ملاتړ کیږي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د یو مسلکي شخص سره انفرادي ناسته چې د روزنې اړوند حلونو باندې خورا ښه پوهیږي
- تاسو به روزنې ته د لاسرسي په اړه دقیق معلومات او توضیحات ترلاسه کړئ (نوم لیکنه، نیټې او داسي نور)
- که تاسو موافق یاست، یو مفصل راپور به ستاسې استازي (ټولنیز کارکونکی، د کارموندنې مرکز مشاور، کارګمارونکي، او نور) ته و لیږل شي.
- د فرانسوي ژبې کورس پیل کولو لپاره
- د یو ډیپلوم یا فرانسوي ازموینې ترسره کولو لپاره
- د دې معلومولو لپاره چې ایا تاسو د وړتیا یا مسلکي روزنه کې د ګډون لپاره کافي او لازمه کچه لرئ.
- ستاسو په تلیفون کې د زده کړې لپاره سایټونه او اپلیکیشنونه پيژندل
- د دې سایټونو او غوښتنلیکونو یا اپلیکیشنونو په کارولو کې مرسته ترلاسه کول.
څنګه یې وکړو ؟
د آن-ګایل فرانسوا (Anne-Gaëlle FRANCOIS) سره :
- د تلیفون له لارې: 0786119282
- د بریښنالیک له لارې: plp124@afi3.fr
د ژبپوهني دا پلیټ فارم د ملاقاتونو او لیدنو لپاره 4 احتمالي ځایونه لري (لاندې نقشه وګورئ):
- په لیون 1 (Lyon 1ᵉʳ) کې 2 دایمي ځایونه لري
- په لیون 2 (Lyon 2ᵉ) کې 1 دایمي موقعیت او په لیون 4 (Lyon 4ᵉ) کې 1 موقعیت لري
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي