Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د کمپیوټر کارول زده کول

د .....................سره La ligue de l'enseignement 85

د.........لخوا وړاندیز شوي Ligue de l'enseigement 85 ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا د کمپیوټر د زده کړې لپاره د ورکشاپونو یوه لړي ده چې په 4 نیمو ورځو کې ترسره کیږي:

په پروګرام شامل مطالب:

  • د معلوماتي ټکنالوجۍ په چاپیریال پوهیدل: د کمپیوټر بیلابیلې برخې، د معلوماتي او ډیجیټل ټکنالوجۍ اړوند لغتونه، د موز او کیبورډ مهارت، د فولډرو او فایلونو مدیریت
  • د کمپیوټري مهارتونو زده کړه: د متن یا ټکسټ پروسس کول یا ټایپ کول، ترتیب کول، ثبت کول
  • د اسنادو شریکولو زده کول: د بریښنالیک رامینځته کول او کارول
  • پدې ځان پوهول چې څنګه انټرنیټ په خوندي ډول وکارول شي: انټرنیټ څنګه کار کوي، آنلاین پروسیجرونه او لټونونه، امنیت یا سیکورټي (د پاسورډ مدیریت، او نور)

نور معلومات زموږ په ویبپاڼه کې وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د خپل ورځني طرزالعملونو ترسره کولو کې اسانتیاوي را منځته کول: د دندې لټون، روزنه، اداري پروسیجرونه، او نور.

  • نوي مهارتونو ته وده ورکړئ او کمپیوټر په خپلواکه توګه وکاروئ
  • ډیجیټل کلتور ترلاسه کړئ (په مناسبه توګه عکس العمل او کړني کول زده کول، خپل معلومات خوندي کول یا په خوندې توګه کارول، او داسې نور).

د روزنې په پای کې او د پیژندل شویو اړتیاوو پر بنسټ، موږ ګډونوالو ته د سره رغول شویو یا کارول شویو تجهیزاتو او وسایلو ترلاسه کولو وړاندیز کوو.

څنګه یې وکړو ؟

زموږ په ورکشاپونو کې د نوم لیکنې او ګډون لپاره یا که تاې کومه پوښتنه لری، تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې : 0251364585
یادونه: موږ به تاسو سره اړیکه ونیسو ترڅو تاسو ته د شته غونډو نیټې درکړو.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • lauraligue85ایډیټر او کره کتونکی
  • noorد صفحي پورته برخه
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • madeleine cد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles