Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د استوګنې لنډمهاله ځای او ملاتړ ترلاسه کړئ

د .....................سره Oise Action Jeunes-Réfugiés

د.........لخوا وړاندیز شوي Coallia ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا د ځوان مجردو کسانو (نارینه یا ښځینه) لپاره لنډمهاله کور او ټولنیز ملاتړ دی چې د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي دي.

موږ 40 ګډ استوګنځای وړاندیز کوو (په ګډو اپارتمانونو کې انفرادي خوني).

مهمه یادونه: تاسو باید په واز Oise کې اوسیږئ یا د استوګنې پته ولرئ.

د استوګنې په لګښتونو کې ونډه د سرچینو یا عاید 15 فیصده اخیستل کیږي، ولې دا ممکنه ده چې پرته له سرچینو څخه یاد استوګنځي ته لاسرسی ومومی.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

موږ تاسو د فرانسوي زده کړې لپاره ملګرو جوړښتونو او ادارو ته معرفي کوو.

موږ په اداري طرزالعملونو او په ورځني ژوند کې خپلواکه کیدو کې ستاسو ملاتړ کوو: مالي مدیریت، د استوګنې کارول، او داسې نور.

موږ تاسو سره ستاسو د مسلکي پروژې تعریف کولو او د دندې یا روزنې موندلو کې مرسته کوو.

موږ کولی شو تاسو سره د استوګنې یا کور په موندلو کې مرسته وکړو چې ستاسو د وضعیت سره سمون ولري او د اړتیا په صورت کې به له تاسې سره مرسته وکړو چې د استوګنځای کرایه کونکي شئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ 115 ته زنګ ووهئ یا د ټولنیز کارمند سره اړیکه ونیسئ څوک چې ستاسو ملاتړ کوي (CHRS، CCAS، او نور) او له دې برنامي څخه د ګټې اخیستو غوښتنه وکړئ.

د ټولنیزو کارمندانو لخوا ستاسو د وضعیت تحلیل او ارزونې وروسته به ستاسې دوسیه کمیسیون ته ولیږله شي.

که کمیسیون ستاسو غوښتنلیک تایید کړي، نو له تاسې سره به په برنامه کې د ګډون په موخه اړیکه ونیول شي کله چې د استوګنې یو ځای شتون ولري او د لاس رسي وړ وي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • aurélie drobecqایډیټر او کره کتونکی
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • bissoد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles