مهم معلومات
د .....................سره Clés de la propreté
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
فرانسوي ژبه او د پاک کارۍ تخنیکونه زده کړئ
دا څه دي ؟
په دوو (2) مرحلو کې د پاک کارۍ په سکتور کې د دندې زده کولو لپاره روزنیز کورس:
لومړۍ برخه: د مسلکي پاک کارۍ سکټور لغتونو زده کولو لپاره د فرانسوي ژبې کورس
2 برخه: د پاک کارۍ تخنیکونه او د MCCP (د پاک کارۍ مسلک اساسي مهارتونه زده کول) او AS2 (د 2 کچې خدماتو کارمند) سرټفیکیټونو ترلاسه کولو لپاره چمتوالی.
ځایونه لاهم شتون لري، موخه دا ده چې په ټولیزه توګه 20 کسان د پاک کارۍ په مسلک وروزل شي.
روزنه د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د لاسرسي وړ ده.
په روزنه کې د ګډون کولو لپاره ازموینې د 2024 کال د مارچ 4 او 29 نیټو ترمینځ اخیستل کیږي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو به په فرانسوي ژبه لوستل، لیکل او شمیرل زده کړئ، ترڅو وکوالی شئ مسلکي روزنه تعقیب او تصدیق کړئ.
روزنه یو نظري ماډل وړاندې کوي، کوم چې تاسو د پاک کارۍ په سکتور کې د لومړني مهارتونو زده کولو لپاره چمتو کوي (MCCP) :
- د موادو انتخاب توجیه او تشریح کول
- د شمېرو لوستل
- د وخت او مکان پیژندل
- د سټاک معلوماتي فایل کارول زده کول
- یو لنډ پیغام په یاداشت یا کتابچه کې لیکل او د مقدار محاسبه کول
- د یو مشخص نوم یا معلوماتو سره سم یو دوز اماده کول
- د پاک کارۍ په ساحه کې مسلکي ژبه او لغتونه زده کول ...
روزنه تاسو چمتو کوي چې د تصدیق شوي خدماتو کارمند تصدیق ترسره کړئ :
- د پاک کارۍ محصولات په خوندي ډول کارول او پیژندل
- د ښې ساتنې او پاکونې په موخه د بېلا بېلو غولو یا پاکونې ځایونو پيژندل
- د خوندیتوب یا سیکورټي قوانینو ته درناوی کول
- د دفترونو، تشنابونو او عامو ساحو د ساتنې لپاره د پاک کارۍ او ضد عفوني تخنیکونه او طرزالعملونه پلي کول...
څنګه یې وکړو ؟
- د ګډون کولو یا غوښتنلیک لیږلو لپاره، د خپل Pôle Emploi مشاور څخه وغواړئ چې دا فورمه آنلاین ډکه کړي.
- که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ لاندې بریښنالیک ته یو ایمیل واستوئ: m.versmessen@flesdeparis.fr
- د روزنې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دلته کلیک وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي