مهم معلومات
د .....................سره Atelier numérique UBUNTU
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د ډیجیټل ټکنالوجۍ (انفارمتیک) وسایلو کارول زده کړئ
دا څه دي ؟
دا د ایلوفون خلکو (څوک چې په فرانسوي ژبه ښې خبرې نه کوي) لپاره ډله ایز یا انفرادي د ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخه کې ورکشاپونه دي.
یو تسهیل کونکی په ستاسې سره په لاندې برخو کې مرسته وکړي:
- کمپیوټر، سمارټ فون، ټابلیټ کارول
- په انټرنیټ کې اداري طرزالعملونه ترسره کول
- د ټولو کچو لپاره د ډیجیټل ټیکنالوژۍ سره فرانسوي زده کړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د ډیجیټل وسایلو سره اشنا کیدل: PC، د Ubuntu عملیاتي سیسټم، سمارټ ټلیفون، ټابلیټ، او نور.
- د دې وسایلو کارولو زده کول: آنلاین لټون کول، په سمارټ تلیفونونو او ټابلیټونو کې غوښتنلیکونه نصبول یا انسټالول او داسې نور.
تاسو کولی شئ پوښتنې وپوښتئ او د خپلو اداري پروسیجرونو او طرزالعملونو کې د مرستې غوښتنه وکړئ: یو بانکي حساب جوړول، د کاف CAF ګټو لپاره غوښتنه کول، د روغتیا بیمې حقونو ته لاس رسی، او داسې نور.
تاسو کولی شئ په خپل سمارټ فون، کمپیوټر یا ټابلیټ کې آنلاین تمرینونه وکړئ ترڅو ستاسو د لغتونو په زخیره او د فرانسوي ژبې کچې په ښه کولو کار وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د ګډون لپاره زموږ ډیجیټل یا معلوماتي ټکنالوجۍ تسهیل کونکي مانیل ازوز (Manel AZZOUZ) سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې : 0323581644
- د بریښنالیک له لارې : azzouzmanel.csac@gmail.com
زموږ ورکشاپونه د ټولنیز او کلتوري حرکتونو په مرکز (Centre Social et d'Animation Culturelle) کې په لاندې پته ترسره کیږي:
3 impasse du Château, 02500 - Hirson.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي