مهم معلومات
د .....................سره Pôle Social Le Corbusier
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د ASL سره فرانسوي زده کړئ
دا څه دي ؟
په کوچنیو ګروپونو کې د فرانسوي ژبې ورکشاپونه چې ستاسو د کچې سره سمون لري ترڅو په خپله کچه کې زده کړي وکړئ یا پرمختګ وکړئ په شفاهي یا لیکلي توګه.
موخې :
- په فرانسوي ژبه کې پرمختګ کول
- په خپل ورځني ژوند کې زیات خپلواک کیدل
- د فرانسوي ټولنې په اړه پوهاوی او درک ترلاسه کول (سیکولریزم، په فرانسه کې یو تبعه، او نور)
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د اساسي پوهې او مهارتونو پیاوړتیا (لوستل، لیکل)
- په شفاهي او لیکلي ډول ښه پوهیدل او خبرې کول.
موږ تاسې ته د عملي او مشخصو بیلګو سره درزده کوو چې څنګه د ورځني ژوند شرایطو سره تعامل وکړئ: مدني ژوند، اداري طرزالعملونه، د اسناد لوستل او پوهیدل ( رسیدونه، ورځپاڼې، معلوماتي بروشرونه) ...
بهر تعلیمي سفرونه او د رول لوبولو لوبې هم وړاندیز کیږي ترڅو ستاسو د فرانسوي زده کړې اسانه کړي.
تاسو به ددې فرصت ولرئ چې په ټولنیز مرکز کې د ټولو خلکو او نورو کډوالو سره په فرانسوي خبرې وکړئ.
دا تاسو سره مرسته کوي چې ښه اړیکه ونیسئ، لغتونه زده کړئ، او په ځان باور رامینځته کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د نوم لیکنې لپاره د سیشنبې په سهار له 10 بجو څخه د ماسپښین تر 12 بجو پورې په لاندې پته د مرکز محل ته راشئ: 6rue Le Corbusier à La Chapelle Saint Luc.
د Le Corbusier ټولنیز مرکز سره اړیکه نیول:
- د تلیفون له لارې: 0325805903
- د بریښنالیک له لارې: siege@aatm.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
12 مرسته کونکي فعالیت کوي