Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Programme Triptik

Emmaüs Connect
د.........لخوا وړاندیز شويEmmaüs Connect

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 2 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 3 ورځې هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

ډیجیټل ټکنالوجۍ (انفارمتیک)، فرانسوي ژبه زده کول او ټولنیز ملاتړ ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 17 jours

دا څه دي ؟

دا د 150 ساعتونو روزنیز پروګرام دی، چې لاندې برخي لري:

  • په فرانسوي کې 75 ساعته روزنه
  • 75 ساعته ډیجیټل ټکنالوجۍ (انفارمتیک) روزنه
  • حقونو ته د لاسرسي په برخه کې د مرستې لپاره ورکشاپونه
  • انفرادي ټولنیز ملاتړ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د پروګرام په پای کې به ګډونوال وکوالی شي، چې:

  • په خپل ورځني ژوند کې په شفاهي او لیکلي ډول خپلې ستونزې حل کړي
  • په خپل چاپیریال کې خپلواکي ترلاسه کړي
  • اداري طرزالعملونه په خپلواکه توګه ترسره کړي
  • د ډیجیټل ټیکنالوجۍ له لارې خپلو حقونو ته لاسرسی ومومي
  • یوه مسلکي پروژه تعریف کړي چې د دوی وضعیت او غوښتنو سره مطابقت ولري

د فرانسوي ژبې کورسونه او ډیجیټل ټکنالوجۍ کورسونه یو بل ته ځواب ورکوي. د مثال په توګه، د "نقل او حرکت" موضوع په اړه به تاسو په فرانسوي کې د عامه ترانسپورت لغتونه زده کوئ (سټیشن، تابلو، ټکټ، او نور)، کوم چې به تاسو د ډیجیټل ټکنالوجۍ ټولګي کې له سره تکراروی کله چې تاسو ته وښودل شي چې پدې اړه کوم غوښتنلیکونه یا ویب پاڼه کارول کیږي.

موږ ګډون کوونکي هڅوو چې د ټولګیو په جریان کې خبرې وکړي. یو څه تیوري یا نظري معلومات اړین دي، ولي له هرڅه پورته ډیر تمرین کول!

یو ټولنیز کارکونکی کولی شي ستاسو په اداري چارو او طرزالعملونو کې ستاسو ملاتړ وکړي (د کور، دندې لټون، روزنه، او نور). که تاسو دمخه یو ټولنیز استازی لرئ، یاد کس به د هغه یا هغې سره د همغږۍ په موخه اړیکه ونیسي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د خپل ځان یا هغه کس د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره چې تاسو یې ملاتړ کوی، دې بریښنالیک ته یو ایمیل واستوئ: contact@triptik-emmaus.fr

یادونه: که چیرې یو کس د پروګرام لپاره وړ وي، موږ ورته د ژبې د ارزونې ازموینې زمینه برابرو.
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
xavidumxavidumاډمین
a mugniera mugnierاډمین
guillaumebrimontguillaumebrimontایډیټر او کره کتونکی
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
utilisateur_628083utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه