مهم معلومات
د .....................سره Parcours accompagnement personnalisé à l'emploi et l'autonomie
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
شخصي ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو د شخصي او مسلکي پروژې رامینځته کولو لپاره شخصي ملاتړ.
یو وقف شوی او ځانګړی مشاور تاسو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي:
- ورځنی ژوند: نقل او حرکت (ترانسپورت، او نور)، د استوګنې موندل، ستاسو روغتیا ته پاملرنه، په فعالیتونو کې برخه اخیستل، او نور.
- حقونو ته لاس رسی: په فرانسه کې د یوه تبعه په توګه د خپلو حقونو او مکلفیتونو درک او پوهه...
- مسلکي: دنده موندل ، ستاج یا انټرنشپ، روزنه...
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو کولی شئ د یادې مودې په اوږدو کې د انفرادي تعقیب او مرستي څخه ګټه پورته کړئ او ستاسې د وضعیت ارزوني په موخه به منظمې ناستې تنظیمیږي.
ستاسو د وضعیت او ستاسو اړتیاو مطابق به تاسې مناسبو کسانو ته ورمعرفي شئ، ترڅو هغوی ستاسې ستونزو ته د حل لاره ومومئ.
که تاسو سرچینې نلرئ، تاسو کولی شئ مالي مرستې ترلاسه کړئ، پداسې حال کې چې د خپل وضعیت سره سمون لرونکی حل ومومئ.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ 0381465461 شمیرې ته زنګ ووهئ یا موږ ته په پدې ایمیل milohautdoubs@milobfc.fr یو بریښنالیک واستوئ ترڅو ستاسې د استوګنې ځای ته نږدې محلي ماموریت یا میسیون لوکال مرکز ته واستول شي.
موږ په پونتارلیر Pontarlier، مورتو Mortea، ولدون Valdahon او مایش Maîche سکټورونو کې کار کوو (لاندې نقشه وګورئ).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي