Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Programme One Network

each One
د.........لخوا وړاندیز شويeach One

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 3 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 6 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

مسلکي شبکې ته وده ورکړئ او دنده ومومئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 20 jours

دا څه دي ؟

مسلکي نړۍ ته د داخلیدو په موخه د چمتو کولو لپاره روزنه:

  • یوه مسلکي پروژه رامینځته کول چې ستاسو د مهارتونو او اهدافو سره سمون ولري
  • تخنیکونه زده کول ترڅو ځان په یوه شرکت کې په اعتماد سره وړاندې کړئ
  • مسلکي شبکه جوړه ول
  • د اوږدې مودې لپاره د دې شبکې ساتل او پراخول زده کول.
یادونه: د روزنې لومړۍ برخه 3 اونۍ دوام کوي، بیا د مسلکي ادغام یو مشاور سره د 2 میاشتو لپاره انفرادي څارنه او تعقیب ترسره کیږي.
دا روزنه د مهاجرینو، د فرعي او موقتي محافظت څخه ګټه اخیستونکو، بې تابیعیته خلکو او نوي راغلو کسانو لپاره چې (فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې څخه اوسیدونکو) لپاره پرانيستې ده چې د BAC + 2 یا مساوي یا لږ تر لږه 3 کلونو مسلکي تجربې سره زیاته وړتیا ولري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • څنګه په ځان باور ترلاسه کړو
  • خپل قوتونه، وړتیاوې او مهارتونه پیژندل
  • خپلو مهارتونو ته وده ورکول
  • په فرانسه کې په شرکتونو کې د سازمان دهي او کاري چارو په اړه پوهیدل
  • د کار د مرکې ترسره کولو لپاره په خپل مسلکي حالت کې کار کول
  • د فشار اداره کول زده کول.
  • یوه ځانګړې مسلکي پروژه رامینځته کول
  • د دندې په لټون کې ګامونه په ګوته کول او پیژندل
  • سی وي CV جوړه ول او پوښښ یا انګیزه لیکل
  • د استخدام کونکو لپاره پوښتنې او ځوابونه چمتو کول
  • د فرانسې د لوړو زده کړو او مسلکي نړۍ سیستم په اړه پوهاوی ترلاسه کول.
  • د خبرو کولو مهارتونو باندې کار کول او خپله وینا تنظیم کول
  • د مسلکي، همکارانو، زده کونکو د لیدونکو په وړاندې په اعتماد سره خبرې کول
  • د روزنې په پای کې پریزنټشن چمتو کول
  • د تیاتر تمرینونه ترسره کول.
  • د خپلې شبکې د پراختیا لپاره روښانه او تعریف شوې ستراتیژي جوړه ول (د فعالیت کوم سکتورونه، کوم مسلکیان، څنګه ورسره اړیکه ونیسئ، او نور)
  • د مسلکي وسایلو په کارولو سره اړیکې رامینځته کول (LinkedIn)
  • یو اغیزمن LinkedIn پروفایل جوړول
  • مسلکي ویزیت کارتونه جوړول
  • مسلکي فرانسوي: د کاري نړۍ لغتونه زده کول، مسلکي لیکلي اسناد
  • د روزنې وروسته پرمختګ ته دوام ورکولو لپاره کاري میتودونه.

د مسلکي ادغام مشاور له تاسې سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:

  • د کار لټون تنظیمول،
  • د راتلونکو کاري مرکو لپاره چمتو کول،
  • په یوه ډله کې په مؤثره توګه کار کول زده کول،
  • د شبکې رامینځته کولو غوڼډو په جریان کې د نورو مسلکيانو سره لیدنې کول،
  • په فرانسه کې د کار قانون په اړه پوهاوی ترلاسه کول،
  • ستاسو پوښتنو ته ځواب ویل.

څنګه یې وکړو ؟

  • د راتلونکو روزنیزو کورسونو نیټې موندلو او نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ .
  • د اضافي معلوماتو لپاره، د ایچ ون (each One) سره د لاندې بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ:
  • info-formation@eachone.co
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
eachoneeachoneد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
maria_zenheianmaria_zenheianد صفحي پورته برخه
nikolnikolد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
lili24lili24د صفحي پورته برخه
jafarijafariد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه