Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره each One

each One
د.........لخوا وړاندیز شويeach One

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ګډون کچهتقریبا 7 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

په دومیسیل کې مرسته کوونکی کیدل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un mois

دا څه دي ؟

په کور یا دومیسیل کې د مرسته کونکي مسلک زده کولو لپاره وړیا او تادیه شوي روزنه، او په پای کې یو دایمي تړون لاسلیک کول.

روزنه د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د 3 میاشتو لپاره تنظیم شوي.

په روزنه کې به تاسو لاندې موضوعات زده کړئ:

  • د یو زیان منونکي، زاړه یا معیوب شخص سره په ورځني فعالیتونو کې مرسته کول
  • د کور ساتنې یا پاملرني دندې ترسره کول (پیرود، کور ساتنه یا پاکول، او نور)
  • د شخص اړتیاوو سره سم خواړه چمتو کول.
مهمه یادونه: د غوښتنلیک سپارلو لپاره، تاسو باید:
- د کار کولو اجازي سره د استوګنې جواز ولرئ
- لږترلږه د فرانسوي A2 کچه ولرئ
- د فرانس تخوی (پخوانی پول ایمپلوا) سره راجستر شوي یاست یا د راجسټریشن په پروسه کې یاست
- د 3 میاشتو روزنې په جریان کې بشپړ وخت (په اونۍ کې 5 ورځې، ټوله ورځ) شتون ولری.

په کال کې ډیری روزنیز کورسونه شتون لري، په څو سکټورونو کې (توزیع، ټرانسپورټ، روغتیا، بانکداري، او نور) او په څو ښارونو کې (پاریس، لیون، بوردو، مارسی، لیل، او نور). پروګرام دلته شتون لري.

د هر روزنیز کورس په پای کې، تاسو په یوه لوی شرکت کې د دایمي، ټاکلي مودې یا د کار او زده کړي (الترنانس) قرارداد لاسلیک کولو امکان لرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • په کور یا دومیسیل کې د مرسته کوونکي مهارتونه زده کول.
  • په ځان باور بیرته ترلاسه کول او مناسب مسلکي وضعیت غوره کول.
یادونه: ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، تاسو کولی شئ هره میاشت د € 250 او € 685 تر منځ د فرانس تخوی (France Travail) (پخوانی Pôle Emploi) څخه ترلاسه کړئ.
  • فرانسوي کورسونه په شفاهي او لیکلي ډول د ښه پوهیدو او خبرو اترو لپاره
  • مسلکي تخصصي لغتونه زده کول او پیژندل.
  • د روزنې په پای کې، تاسو فرصت لرئ چې یو ستاج یا عملي کار ترسره کړئ ترڅو نوي مهارتونه په عمل کې تمرین کړئ.
  • موخه دا ده چې د بشپړ وخت د کار قرارداد لاسلیک کړي.

څنګه یې وکړو ؟

د راتلونکو روزنیزو کورسونو نیټې موندلو او راجستر کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ.

د غوښتنلیک لیږلو لپاره، د پاڼې په سر کې "زه درخواست کوم" باندې کلیک وکړئ، یا "زه ځان ثبتوم" باندې کلیک وکړئ او د راجستریشن یا نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ.

یادونه: دا مهمه ده چې فورمه له پیل څخه تر پای پورې ډکه کړئ او "لیږل" کلیک کړئ کله چې تاسو ټول غوښتل شوي معلومات بشپړ کړئ.
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
eachoneeachoneد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
bissobissoد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
cam.cam.د صفحي پورته برخه
ggalyncaggalyncaد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه