Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Premiers Mots vers l'Emploi

Accueil Goutte d'Or
د.........لخوا وړاندیز شويAccueil Goutte d'Or

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 5 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 18 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

فرانسوي ژبه زده کړئ او خپله مسلکي پروژه جوړه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 23 jours

دا څه دي ؟

د ځوانو کډوالو لپاره د فرانسوي ژبې روزنه (د 16 او 25 کلونو ترمنځ)، بشپړ پیل کونکي، څوک چې په پاریس کې ژوند کوي او یا په پاریس کې پته لري. موخې:

  • د فرانسوي ژبې لومړني اساسات زده کول (لوستل، لیکل، خبرې کول)
  • کوډونه او فرانسوي کلتور زده کول، ورپسي خپل د خوښي مسلک کې روزنه ترسره کول او کار موندل.
مهمه یادونه: د راتلونکي روزنې نیټې: د اکتوبر 19، 2023 څخه تر مارچ 8، 2024 پورې.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د بنسټیزو مهارتونو پراختیا (لوستل، لیکل)
  • په شفاهي او لیکلي ډول ښه پوهیدل او خبرې کول.
یادونه: د دې روزنې له لارې به تاسې وکولای شئ چې په فرانسوي ژبه کې ابتدايي ډیپلوم (DILF) ترسره کړئ.

د فرانسوي درسونو سربیره، تاسو به وکولی شئ کلتوري سفرونه ترسره کړئ، فرانسوي کلتور وپیژنئ او د فعالیتونو په جریان کې د خلکو سره لیدنه وکړئ (تیاتر، لوبې، او نور).

  • خپله مسلکي پروژه جوړه ول
  • یوه روزنه ترسره کړئ او د مسلکونو او دندو په اړه پوهاوی ترلاسه کړئ.
یادونه: د روزنې په جریان کې به هر زده کوونکی د خپلې مسلکي پروژې پر بنسټ د انفرادي تعقیب او شخصي ملاتړ څخه ګټه پورته کړي.

د لاندې مهارتونو د زده کړې په موخه ورکشاپونه وړاندې کیږي:

  • د کمپیوټر او سمارټ فون کارول زده کول
  • د انټرنيټي خدماتو کارول زده کول، یو بریښنالیک آدرس جوړ ول....

څنګه یې وکړو ؟

مخکې له دې چې د دې روزنې لپاره نوم لیکنه وکړئ، تاسو باید په Accueil Goutte d'Or, 26 rue de Laghouat, 75018 PARIS کې د ملاقات له لارې انفرادي ازموینه ترسره کړئ.

د ملاقات کولو لپاره ، د پاریس په ځايي ماموریت کې ځان ثبت او راجسټر کړئ یا severine.zouaoui@ago.asso.fr ته بریښنالیک واستوئ .

د روزنې وختونه:
- دوشنبه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې
- سه شنبه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې
- چهارشنبه د سهار 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې
- پنجشنبه د ماسپښین 9:30 څخه تر 12:30 بجو او د ماسپښین 1:30 څخه تر 4:30 بجو پورې
- جمعه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې + انفرادي ملاتړ که اړتیا وي.
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
agoagoایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
ronnieflamentronnieflamentد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه