Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره le Dispositif Insertion Réfugiés (DIR)

Coallia
د.........لخوا وړاندیز شويCoallia

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

د 60€ او 300€ هره میاشت تر منځ

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 12 میاشت

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

د مجرد خلکو لپاره لنډمهاله استوګنځي ته لاس رسی

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 22 jours

دا څه دي ؟

دا په فرعي یا ګډ استوګنځي کې د تنها یا مجردو خلکو لپاره لنډمهاله کور ته لاسرسی دی. تاسې به په یو اپارتمان کې یوه انفرادي کوټه ولرئ، چیرې چې به تاسې د نورو کډوالو (چې ټول به نارینه وي) سره شریک ژوند کوئ.

د کور سربیره، تاسو د خپلو اړتیاو سره سم هراړخیز ټولنیز ملاتړ ته لاسرسی هم لرئ.

د فرعي قرارداد موده 6 میاشتې ده، په هرو 6 میاشتو کې د نوي کولو وړ ده تر هغه چې ګټه اخیستونکي ته د نوی استوګنځي وړاندیز نوې شوی.

مهمه یادونه: دا اړینه ده چې پدې برنامه کې د ادغام لپاره کافي سرچینې ولرئ (د بیلګې په توګه: دنده درلودل، ثابت عاید درلودل، او داسې نور).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ لاندې خدماتو ته لاسرسی ومومئ:

  • په بشپړ ډول خپلواکه شخصي استوګنځی
  • چمتو او په وسایلو تجهیز شوي استوګنځي APL (د کاف لخوا د کور په کرایه کې مرسته) حق لرل (د سرچینو شرایطو سره سم).
یادونه: اپارتمانونه د اواز Oise په اصلي ښارونو کې موقعیت لري.

تاسو باید د کرایې قرارداد لاسلیک کولو وروسته د یوې میاشتې کرایې په اندازه د تضمیین یا ګرنټي پیسې ورکړئ.

ستاسو کرایه به ستاسو د APL حقونو (د کاف CAF شخصي کور مرستې) پر بنسټ محاسبه شي.

یادونه: موږ ستاسو سره ستاسو په کور کې د (ګاز او برق) میټرونو په خلاصولو کې مرسته کوو. تاسو اړتیا لرئ پوه شئ چې څنګه د خپلې انرژي مصرف اداره کړئ او خپل بیلونه تادیه کړئ.

یو ټولنیز کارمند په سایټ یا محل کې شتون لري او ستاسې د اړتیاو او ستاسې پروژې سره سم ستاسو په طرزالعملونو کې ستاسو ملاتړ کوي:

  • روزګار/روزنه
  • کورنۍ (ښوونځي، مور او پلار دندې او مسؤولیتونه)
  • د بودیجې او انرژي مصرف مدیریت
  • د کور ساتنه کې مرسته
  • روغتیا
  • د خپلواک استوګنځي لټون.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ 115 ته زنګ ووهئ یا یو ټولنیز کارکونکي سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو ملاتړ کوي (CHRS, CCAS, CAF, etc.) او له یادې برنامي څخه د ګټې اخیستو غوښتنه وکړئ.

که تاسو شرایط پوره کړئ، نو بیا به تاسې د کوالیا (60) د استوګني ترلاسه کولو خدماتو (SIL) سره په اړیکه کې کړای شئ.

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
aurélie drobecqaurélie drobecqد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ellaellaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه