Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

خپل شخصي او مسلکي ژوند جوړول

د .....................سره Mission Locale du Territoire de Belfort

د.........لخوا وړاندیز شوي Mission Locale du Territoire de Belfort ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره شخصي ملاتړ دی چې د دوی شخصي او مسلکي پروژې رامینځته کولو لپاره په لاندې برخو کې مرسته کوي:

  • ورځنی ژوند: نقل او حرکت (ترانسپورت، او نور)، د استوګنې موندل، ستاسو روغتیا ته پاملرنه، په فعالیتونو کې برخه اخیستل، او نور.
  • حقوقو ته لاس رسی: د خپلو حقوقو او مکلفیتونو درک کول او پیژندل، وګړیتوب یا یو تبعه کیدل...
  • مسلکي برخه کې: یوه دنده، ستاج یا عملي کار، روزنه موندل...

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ځايي ماموریت لاندې خدماتو ترسره کولو ته ځان ژمن ګڼي:

  • تاسو د یو مشاور سره په اړیکه کې کوي چې تاسو ته غوږ نیسي، ستاسو سره مرسته کوي، او د اړتیا په صورت کې تاسې ته چټک ځواب درکوي،
  • ستاسو په مسیر او زده کړو کې له پیل څخه تر پایه پورې ملاتړ کوي.

ځايي ماموریت کولی شي چې له تاسې سره په ورځني ژوند کې مرسته وکړي: د استوګنې موندلو، روغتیا پاملرنې ته لاسرسی، د موټر چلولو جواز ترلاسه کول، او داسې نور. دا تاسو ته په فرانسه کې ستاسو د حقونو او دندو په اړه هم معلومات درکوي.

ځايي ماموریت ستاسو د مسلکي پروژې په جوړولو کې، ستاسو د روزنې او یا کار موندنې په لټه کې مرسته کوي:

  • فرانسوي زده کول،
  • په انفرادي او یا ډله ایزو ورکشاپونو کې برخه اخیستل،
  • په شرکتونو کې ستاجونه یا عملي کار ترسره کول...

څنګه یې وکړو ؟

تاسې کولای شئ چې د لومړنیو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره پرته د ملاقات وخت لرلو څخه ترلاسه کړئ، ورسته به د ملاقات له لارې د ملاتړ او ستاسې په روزنه کې د تعقیب لپاره اجراآت ترسره شي.

  • د تلیفون له لارې: 0384904010 یا 0756375721 ته ایس ایم ایس واستوئ
  • د بریښنالیک له لارې: miloterritoiredebelfort@milobfc.fr
  • په مستقیم ډول په سایټ یا مرکز کې په لاندې پته: 12Pl. d'Europe, 90000 Belfort.

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • missionlocale90ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • mohamed sayedد صفحي پورته برخه
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • madeleine cد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles