مهم معلومات
د .....................سره Mission Locale de la Bresse Louhannaise
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
په مسلکي او شخصي پروژه کې ملاتړ کیدل
دا څه دي ؟
د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره شخصي ملاتړ چې د دوی د شخصي او مسلکي پروژې رامینځته کولو لپاره دی:
- ورځنی ژوند: نقل او حرکت کول (ترانسپورت، او نور)، د استوګنې موندل، خپلې روغتیا ته پاملرنه کول، په فعالیتونو کې برخه اخیستل، او نور.
- حقوقو ته لاس رسی: د خپلو حقوقو او مکلفیتونو درک کول، د یو تبعه یا وګړيتوب...
- مسلکي: یوه دنده، ستاج، روزنه موندل...
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د ځایي ماموریت یا میسیون لوکال مشاورین کولی شي چې ستاسې اړتیاوې درک کړي او تاسې نورو مسلکیانو ته ستاسو د وضعیت او ستاسو پروژو پراساس لارښوونه او معرفي کړي.
د ځایي ماموریت ژمنتیا او مسؤولیت په لاندې ډول دی:
- تاسو د یو مشاور سره په اړیکه کې کول چې تاسو ته غوږ نیسي، ستاسو سره مرسته کوي، د اړیتا په وخت کې ستاسو غوښتنو ته چټک ځواب ورکوي
- ستاسې په مسیر کې له پیل څخه تر پایه پورې ملاتړ کول.
ځایي ماموریت کولی شي تاسو سره د روزنې، دندې موندلو او د ورځني ژوند په طرزالعملونو کې ستاسو سره مرسته وکړي: د کور درلودل، پاملرنې ته لاسرسی، ستاسو د موټر چلولو جواز ترلاسه کول، او داسې نور.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې: 0385749100
- د بریښنالیک له لارې: milobl@milobfc.fr
- په مستقیم ډول په دفتر کې په لاندې پته:
- 4 Promenade des Cordeliers, 1er étage de la Maison de l'Emploi, 71500 - Louhans.
- د خلکو سره د لیدنې لپاره د مرکز کاري ساعتونه :
دوشنبه، چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 4:30 بجو پورې.
د سشنبې په سهار دفتر د خلکو سره د لیدول لپاره تړل شوی وي او د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې پرانستۍ وي.
تاسو ته نږدې مرکز سره اړیکه ونیسئ (لاندې نقشه وګورئ).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي