مهم معلومات
د .....................سره APA : Accompagnement socioprofessionnel des primo-arrivants
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د دندې یا روزنې موندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
ایا تاسو د 18 او 25 کلونو ترمنځ عمر لرئ او ایا تاسو د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړئ؟
تاسو کولی شئ یاد ملاتړ ترلاسه کړئ، ترڅو له تاسې سره په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ او د دندې یا مسلکي روزنې موندلو کې مرسته وکړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
ستاسې د شخصي پروژو پراساس به ستاسې ملاتړ کیږي او تاسې به همکارو او ملګرو ادارو ته ور معرفي شئ.
تاسو کولی شئ د انفرادي مرکو له لارې د یو مشاور لخوا ملاتړ ترلاسه کړئ.
موږ کولی شو ستاسو سره ستاسې په ورځني ستونزو کې مرسته وکړو:
- د فرانسوي ژبې زده کړه،
- اداري چاري،
- د کار په لټون کې ،
- روغتیا،
- استوګنځی...
تاسو کولی شئ په ګروپي ورکشاپونو کې برخه واخلئ:
- د فرانسوي خبرو اترو ورکشاپونه
- د کار لټون اړوند تخنیکي ورکشاپ،
- د روغتیا په اړه ورکشاپ،
- سپورتي فعالیتونه...
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ د پاریس د یو ځایي ماموریت مرکزونو څخه یو کې ثبت او راجستر کړئ (لاندې نقشه وګورئ) دا پدې پورې اړه لري چې تاسې د پاریس په کومه ناحیه کې اوسیږئ.
یو مشاور به تاسو سره د مرکې لپاره وګوري او تاسو به د نوي راغلو ملاتړي پروګرام په لور لارښوونه وکړي که تاسې واجد د شرایطو یاست او کولای شئ چې په یاد پروګرام کې ګډون وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي