مهم معلومات
د .....................سره Café des mondes
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
فرانسوي ژبه زده کول او تمرین کول
دا څه دي ؟
کافې دی موند (Le Café des mondes) د ټولو لپاره یو پرانستۍ ځای دی چې په فرانسوي ژبه کې تبادله کولو، فعالیتونه ترسره کولو، له نوي خلکو سره لیدنې کولو او کافي څښلو فعالتونه واړندې کوي.
هدف دا دی چې ښه وخت تیر کړئ، یو بل ملاتړ کړئ او په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- په فرانسوي ژبه ښه پوهیدل
- پوه شئ چې څنګه د فرانسوي ژبو رضاکارانو سره په شفاهي ډول خبرې وکړئ
- په خپل ورځني ژوند کې زیات نه زیات خپلواک کیدل.
تاسو کولی شئ د نورو خلکو سره لیدنه او خبرې وکړئ، مختلف تلفظونه واورئ، یو بل سره مرسته وکړئ ...
تاسو کولی شئ په ډله ایزو ورکشاپونو کې برخه واخلئ (د پخلي او اشپزۍ ورکشاپونه، ټولنیزې لوبې، بهر ترسره کیدونکي لوبې، او نور)، همدارنګه د نويو فعالیتونه وړاندېز هم کولای شئ.
څنګه یې وکړو ؟
د ګډون لپاره، هره پنجشنبه د سهار له 10 بجو څخه (د ښوونځي د رخصتیو پرته) د MJC پالینټ په کافي دی موند کې د لیدنې او یوځای کیدو وخت:
(پته: 24 Rue des Roses، 25000 Besançon).
د هرې پوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ د فاني مورلون (Fannie MOURLON) سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې: 0620641017
- د بریښنالیک له لارې: mjcpalente.familles@gmail.com
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي