مهم معلومات
د .....................سره Créteil Solidarité
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د دردناکو پیښو تجربه کولو وروسته رواني ملاتړ ترلاسه کول
دا څه دي ؟
د کرخیتی سولیدارتي Créteil Solidarité ټولنې مرکز د هغو لویانو چې چې صدمه (ټرواما) تجربه کړې وي یا له ستونزمنو حلاتو څځه تیر شوی وي، هرکلی کوي، غوږ ورته نیسي او ملاتړ یې کوي.
موږ ټولو هغو لویانو ته چې د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه پورته کوي، پرته له دې چې د هغوی جنسیت یا تابعیت په پام کې ونیسو، ښه راغلاست وایو.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
زموږ ټیم له تاسې سره ستاسو په ژوند کې د ستونزمنو پیښو تجاربو باندې بریالي کیدو او خپل ورځنۍ ژوند په راحتۍ سره تیریدو کې مرسته کوي:
- د خپلو ستونزو په اړه د خبرو کولو توان لرل، ستاسې خبرو ته وغوږ نیول او انفرادي مشورې ترلاسه کول
- نوي معیارونه او عادات رامنځته کول
- د ارواپوه سره مشوره او لیدنه کول.
موږ وړاندیز کوو چې ستاسې د ادغام او پاملرنې چارو کې ستاسې ملاتړ وکړو:
- د ځان د درملنې لپاره مرسته ترلاسه کول: یو ډاکټر موندل، د خپلې ورغتیا اړوند د ملاقات وخت اخیستل...
- د خپلو حقونو په اړه معلومات ترلاسه کول: د AME حقونو ته لاسرسی (د دولت روغتیايي مرستې)، وقف شویو او ځانګړیو جوړښتونو ته راجع کول (د روغتیا بیمه،کاف CAF، او نور)
- زده کړئ چې څنګه د روغتیا پاملرنې سیسټم څخه استفاده وکړئ او چمتوالی ونیسئ (د تعقیب ترلاسه کولو لپاره چیرته لاړ شئ، د خپل وضعیت په اړه ښه پوهیدل، او نور).
که تاسو وغواړئ، موږ کولی شو تاسو ته په ښار کې د ملګرو او همکارو جوړښتونو یا ادارو ته لارښوونه وکړو ترڅو تاسو په فرانسوي ټولنه کې مدغم کړئ:
- د نورو اتحادیو سره لیدنې کول
- د کلتوري فعالیتونو سره تړلې پروژه جوړول
- د نورو اتحادیو سره په رضاکاره توګه فعالتونه ترسره کول.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو کولی شئ د یو مسلکي سره اړیکه ونیسئ څوک چې ستاسو ملاتړ کوي (ټولنیز مسؤول، ډاکټر، ټولنیز کارکونکی، ټولنیز - کلتوري اسانتیا ورکوونکی یا رضاکار، او نور) او له هغه څخه پدې برنامه څځه د ګټې اخیستنې یا ګډون کولو غوښتنه وکړئ.
مسلکي د اورینټیشن یا معرفي کولو فورمه ډکوي، او د بریښنالیک له لارې یې د Créteil Solidarité مرکز ټیم ته ددې بریښنالیک له لارې لیږي: creteilsolidaritesspt@gmail.com
د غوښتنې له مطالعې او ارزونې وروسته، د مرکز همغږي کوونکي له مسلکي کس سره او/یا مستقیم له تاسو سره اړیکه نیسي.
وروسته له دې چې د مسلکي لخوا را معرفي شئ، تاسې به د هرکلي لومړنۍ مرکه ته دعوت شئ.
تاسو د یو ارواپوه لخوا لیدل کیږئ ترڅو ستاسو د غوښتنو ارزونه وکړي.
ستاسو د لومړۍ مرکې وروسته، ممکن تاسو ته د تعقیب یا نورو جوړښتونو ته د راجع کیدو وړاندیز وشي چې هغه به له تاسې سره مرسته او ملاتړ وکړي.
تاسې تل ددې حق او ازادۍ لرئ چې رواني مرسته او ملاتړ ومنئ یا رد کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
15 مرسته کونکي فعالیت کوي