Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره la Mission Locale du Pays d'Alençon

Mission Locale du Pays d'Alençon
د.........لخوا وړاندیز شويMission Locale du Pays d'Alençon

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

په مسلکي او شخصي پروژې کې ملاتړ ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un mois

دا څه دي ؟

د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره په څو کچو کې د پروژو جوړولو لپاره مرسته :

- مسلکي: یوه دنده، ستاج یا انټرنشپ، روزنه موندل...

- ورځنی ژوند: نقل او حرکت (ترانسپورت، او نور)، د استوګنې موندل، ستاسو روغتیا ته پاملرنه، په فعالیتونو کې برخه اخیستل، او نور.

- حقونو ته لاس رسی: په حقوقو او مکلفیتونو پوهیدل، وګړیتوب...

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د ځایي ماموریت مشاورین هغه مسلکيان دي چې کولی شي ستاسې ستونزې واوري، اړتیاوې درک کړي، او ستاسو د وضعیت او ستاسې د پروژو پراساس تاسې نورو مسلکیانو ته راجع کړي.

موخه دا ده چې په خپلو چارو کې خپلواک شئ.

د ځایي ماموریت مشاورین به تاسو سره د کارت ویتال یا روغتیايي بیمې کارت نوي کولو، خپل عاید اعلانولو، د کاف CAF څخه د مرستې غوښتنې کولو کې مرسته وکړي، او داسې نور.

دوی به تاسې سره ستاسو د ځانګړتیاو او تجربو په وده کولو کې هم مرسته وکړي، خپله سي وي CV جوړه ول او پوښښ یا انګیزه لیک لیکل، د روزنې لپاره نوم لیکنه کول، او داسې نور.

ځايي ماموریت په لاندې ډول خپلې ژمنې ترسره کوي :

- تاسې به د یو مشاور سره په اړیکه کې کړي څوک چې تاسو ته غوږ نیسي، ستاسې سره مرسته کوي او ستاسې غوښتنو ته چټک ځواب ورکوي،

- له پیل څخه تر پای پورې ستاسو په مسیر کې ستاسې ملاتړ کوي،

- تاسو ته روښانه او ریښتیني معلومات درکوي، ترڅو د خپلې مسلکي او کاري پروژې په اړه ښه فکر وکړئ او پرمختګ وکړئ.

یو ځوان په لاندې ډول خپلې ژمنې پوره کوي :

- د مشاور سره په ګډه پریکړه شويو یا ټاکل شويو ګامونو او کارونو تعقیبولو ته لیوالتیا او چمتوالی لرل

- موجود، متوجه او صادق اوسیدل

- د کړنو ترسره کولو کې لېوالتیا او امادګۍ لرل، پوښتنې کول، او که په کومه موضوع پوهه نشي خپل نظر څرګندول.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0233320594
  • د بریښنالیک له لارې: accueil@missionlocale-alencon.fr
  • په مستقیم ډول په سایټ یا دفتر کې په لاندې پټه:
  • 59, rue saint Blaise 61000 Alençon
یادونه: د دفتر کاري ساعتونه:
دوشنبه تر جمعې د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5:30 بجو پورې.
(یوازي د جمعې په ورځ د مازدیګر په 5 بجو دفتر بندیږي)
د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
acpacpایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ellaellaد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه