مهم معلومات
د .....................سره AGIR 89
په نښه شوي خلک
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د یون Yonne په سیمه کې کار او استوګنې ځای موندل
دا څه دي ؟
اجیر (AGIR) په فرانسه کې د کډوالو یا اسناد لرونکو کسانو لپاره د کور او کارموندنې په برخه کې د ملاتړ پروګرام دی.
د اجیر (AGIR) پروګرام تاسې سره په فرانسه کې ستاسې د ادغام پروسې او ستاسو په طرزالعملونو او پروسیجرونو کې مرسته کوي.
تاسې به په لاندې برخو کې ملاتړ ترلاسه کړی:
- ستاسې او ستاسو د ماشومانو اړوند اداري طرزالعملونه ترسره کول
- د استوګنې یا کور موندل
- د فرانسوي ژبې زده کړې یا د یو شغل یا کسب زده کړې په موخه د یوې روزنې موندل
- د کار موندنې مرکز فرانس تخوی او محلي ماموریتونو ادارو سره په ګډه د یو کار یا ستاج موندل
- د ورځني ژوند ستونزو ته د حل لارې موندل (د ماشوم پاملرنه، روغتیا، نقل او حرکت).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسو کولی شئ خپلې پوښتنې وپوښتئ او اداري طرزالعملونو او پروسیجرونو کې د مرستې غوښتنه وکړئ: مالیه، د موټر چلولو جواز، بانکي حساب، د هویت اسناد، د استوګنې کارت یا کارت سیجور، او داسې نور.
- ستاسې په مسلکي لارښود او کار پیدا کولو کې ملاتړ کول،
- د فرانس تخوی (France Travail) په مرسته خپله مسلکي یا کاري پروژه رامنځته کول او دنده یا روزنه موندل،
- په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ لپاره د روزنې یو مرکز یا اتحادې موندل او ځان ثبتول،
- د کار موندنې او د مسلکي ادغام بنسټونو پیژندل او په اړه یې ځان خبرول، لکه، د کار موندنې مرکز فرانس تخوی (France Travail)، محلي ماموریتونو (Missions locales)، AFPA او داسې نور.
- د استوګنې ځای یا کور په موندلو کې مرسته ترلاسه کول
- د استوګنې موندلو وروسته، په هغې کې د میشت کیدو او طرزالعملونو په ترسره کولو کې مرسته کیدل
- د کور اړوند چارو کې مرسته او ملاتړ، ترڅو تاسې په خپله وکولای شئ په خپلواکه توګه یې ترسره کړئ او زده یې کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
د دې پروګرام څخه د ګټې پورته کولو لپاره، تاسو باید لاندې شرایط ولرئ:
- د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ، پدې معنی چې تاسې په فرانسه کې د کډوال وضعیت ترلاسه کړئ او قانوني اسناد لرئ (لوی یا کوچنی چې عمر یې له 16 کلونو څخه پورته وي)،
- له دوو کلونو څخه کم وخت کیږي چې نړیوال خوندیتوب یا قبولي مو ترلاسه کړي وي،
- د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) مو لاسلیک کړی وي،
- په یون Yonne سیمه کې اوسیږئ او هلته ژوند کوی (یو ثابته پته یا دومسیل لرل).
که تاسو د AGIR پروګرام څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړین شرایط پوره کړی (1 برخه وګورئ)، نو تاسې به په مستقیمه توګه د اوفي ادارې OFII لخوا پروګرام ته معرفي شئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي